نړیوال خبرونه

جمعیت اسلامي د لنډمهاله حکومت جوړېدلو غوښتنه کړی

جمعیت اسلامي د لنډمهاله حکومت جوړېدلو غوښتنه کړی داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو او حکومت مرکچي پلاوو خبرو ته ناست دي او د حکومت پر حکومت د سولې د هڅو د مخنیوي تور پورې کېږي؛ د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند وایي، لنډمهاله دولت باید جوړ شي تر څو د مذاکرې اړخونه یو نتیجې ته سره ورسیږي.

د دغه ګوند ویاند «عبدالفتاح احمدزي» په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي، چې جمعیت ګوند د سرتاسري او پایداره سولې لپاره له کېدونکو هڅو ملاتړ کوي؛ خو په خبره یې په اوسني حالت کې اجماع نشته، سیاسي جهتونه ناخوښ دي او حتی د حکومت مذاکراتي ټيم په دوو ډلو کې تقسیم دی.هغه وړاندې زیاته کړې، چې همېشه د سولې په درشل کې داسې هڅې کېږي تر څو مخالف اړخونه تر یوه نظام لاندې راشي؛ نو ځکه باید په اوسني حالت کې هم مؤقت حکومت جوړ شي

لنډمهاله دوره د نظام د تغیرول ندي؛ بلکې دا معنا لري چې ولسمشر او څو نور افراد له دندو لیري او په ځای یې نور کسان وګمارل شي تر څو مخالفت اړخونه د یوه نظام تر چتر لاندې شي.د جمعیت ګوند پورتنی خبرې داسې مهال دی، چې په قطر کې له اوږده ځنډ وروسته د حکومت ټیم له طالبانو سره په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل قانع شو؛ خو کابل ته د معصوم ستانکزي تر سفر وروسته بیرته له کړې هوکړې نه واوړیدل.

ویل کېږي چې په مذاکراتو کې د ارګ د لاسوهنې له امله د حکومت مذاکراتي ټیم په دوو ډلو ویشل شوی، چې یوه ډله توافق کوي او بله یې بیا نه منلو ټینګار کوي.چې دې سره دا پروسه ځنډ سره مخ کیږي.سیاسییون په دې اړه وايي چې حکومت باید نور د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکړي.

د متحده ایالاتو خپرېدونکې ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د سولې روان حالت ته په کتو ویلي، چې ولسمشر غني او په نوموړي راټول کسان د سولې پروسې د هڅو مخه نیسي او نه غواړي هیواد کې سوله تامین شي.بلخوا بیا د ولسمشر سلاکار د دې خبرې په ځواب کې ویلي چې حکومت زیات کوشش دا دی چې د سولې پروسه ځنډ سره مخ نه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button