نړیوال خبرونه

جواد عثمانې:اوس مې مېرمن سندرې نه زمزمه کوي

جواد عثمانې:اوس مې مېرمن سندرې نه زمزمه کوي. د روغتیا ګوښه شوی وزیر ښاغلی ډاکټر احمد جواد عثماني ويلي چې له دندې څخه تر ګوښه کیدو نه بعد یې د ولسمشر غني له لاسه میرمنه اوس سندرې نه زمزمه کوي.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې د ټوکې په ډول دا خبره وکړه.د هغه په خبره، میرمنه یې کور کې وخت په وخت سندرې زمزمه کولې، خو کله نه چې دی په کور شوی، میرمنه یې نورو میرمنو غوندې نارامه وي او هغه زمزمې نه کوي.عثماني په دې مرکه کې د خپلو تازه بوختیاوو په اړه وویل، چې په لندن کې یې د عامه پالیسۍ په برخه کې یوه انلاین ماسټري پيل کړې او په زده کړو ډیر بوخت وي.

له دې سره نوموړی د ځینو کتابونو په مطالعې ځان بوخت ښيي او زیاتوي، چې کور یې هم بدل کړی او د وزارت د مهال ورکړی حکومتي کور یې پریښی او په مکرویانو کې خپل کور ته ګرځیدلی.احمد جواد عثماني دا هم وویل، چې په کور کارونو او پخلي کې میرمنې سره مرسته کوي.

نوموړی په دې اړه، چې بیا روغتیا وزارت ته د تلو لیواله دی کنه؟ وویل: که د دولت د رهبرۍ پریکړه وي، حتماً به بیا خدمت ته وګرځم.دغه ګوښه شوي وزیر داهم وویل، چې له یوې خصوصي روغتیایي کمپنۍ سره د دندې د پيل پلان هم لري او په دې برخه کې د پخوانیو پروګرامونو تعقیبولو ته دوام ورکوي.

img 20210219 151546
جواد عثماني

عثماني څه موده مخکې د ولسمشر غني له لوري له دندې ګوښه او پرځای یې ډاکټر وحید مجروح د روغتیا وزارت سرپرست وټاکل شو.احمد جواد عثماني له دندې په ناوړه ګټې اخیستو تورن و.هغه کابینې ته د عطامحمد نور له لوري معرفي شوی و، چې له ګوښه کیدو سره یې عطامحمد نور هم د حکومت خلاف توندې څرګندونې وکړې.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button