نړیوال خبرونه

جوبایډن: افعانستان له نږدې څارو

جوبایډن: افعانستان له نږدې څارو.د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او هېڅ ترهګرې ډلې ته به د غلط حرکت اجازه ور نه کړي.هغه وای اوس وخت کې د اففانستان امنیت له نږدې څارو او کنترولوو.

ښاغلي بایډن د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي، څو نور دا هېواد ارام پرېښوول شي.

نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او هغه څه یې ترلاسه کړي، چې غوښتل یې.

ولسمشر بایډن داسې وخت دغه څرګندونې کوي چې د چارو یو شمېر شنونکي اوس هم اندېښنه ښيي چې ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.خو افغان حکومت او په ځانګړي ډول ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو خلکو ته اطمینیان ورکړی دی چې د امنیتي وضعیت د مهار بشپړه تابیا لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې عمومي امن او نظم تخریب کړي.

fb img 1620030089317

طالبانو بیا د افغانانو د تمې خلاف تر بل هر وخ جګړه روانه ساتلې او هره ورځ لسګونه عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.خلک له ښکېو اړخونو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.اوس وخت د دې رارسېدلی ې باید ټول اړخونه سره یوځای شي او د سولې لپاره عظمي کوششونه وکړي. تر څو افغانان نور په ارامه فضا کې ژوند وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button