نړیوال خبرونه

جوزپ بورل: په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند له زغم وتلی دی

دغه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر وايي چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند نور د زغم نه دی

دغه لوړپوړي اروپايي چارواکي دا هم ویلي چې نړیوال باید پر طالب سخت فشارونه راوړي او افغان ښځو ته له اوسني وضعیت نجات ورکړي.

خو طالبان بیا وايي چې دوی ښځو ته د اسلامي شریعت سره سم حقوق ورکړي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د بشري حقونو وضعیت او د ژوندانه له ټولو برخو د افغان مېرمنو څنډې ته کول د اندېښتې وړ دي او باید پر طالبانو فشار راوړل شي.

هغه وویل: «دغه وضعیت په نړۍ کې بې‌ساری دی او نور د زغملو نه دی.»

ue (4)
جوزپ بورل: په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند له زغم وتلی دی

د اقتصادي او نورو برخو کې د ستونزو یادونه

د اروپایي ټولنې د دغه ستر چارواکي څرګندونې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د امنیت شورا د همکاریو په غونډه کې د سه شنبې په ورځ یادې شوې.

بورل وویل:« په افغانستان کې بشري، سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی. ښځې او نجونې په ټوله کې د ژوندانه له ټولو برخو لرې کړای شوې دي. داسې وضعیت د نړۍ په کچه بې‌ساری دی او نور یې زغم نه شي کېدای.»

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

د افغانستان انټرنشنل خبریاله مریم رحمتي له ملګرو ملتونو څخه په خپل راپور کې وايي، چې ښاغلي بورل په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاست سختې نېوکې وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ ته نه ښايي چې افغانستان له یاده وباسو، هلته چې جنسیتي توبیر او اپارتاید روان دی.»

خو طالبان بیا دا هر څه کورنۍ مسئلې بولي

طالبانو تر دې وړاندې د نړۍوالو د نیوکو په غبرګون کې ویلي و، چې د ښځو پر کار او زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د دوی د کورني سیاست برخه ده او د بهرنیانو نېوکې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

ue (3)
جوزپ بورل: په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند له زغم وتلی دی

بورل د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل د پراختیا ننګه وکړه؛ خو دا یې هم وویل چې پر دغې ډلې دې فشارونه راوړل شي.

هغه وویل:« زه د دې هرکلی کوم، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځلې بیا په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډه وروبلله. موږ باید د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرتوب سره یوه خوله شو او باید فشارونه زیات کړو.»

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک د دې وړ دي چې حقونه یې باید خوندي شي.

د یادونې وړ ده چې طالبان بیا د نړیوالو دا ډول نیوکې د افغانستان په ځانګړي توګه د طالبانو د رژیم پرضد توطیې بولي، خو افغان ملت هم غواړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button