سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

جوزېپ بورېل وايي، افغانستان کې د نجونو روان وضعیت جنیستي تبعیض بللی

د نړیوالو ټولنې دغه لوړپوړی چارواکو وايي چې طالبان له نجونو او ښځو سره د ټولو قوانینو خلاف عمل کوي

د ښځو د حقونو په چارو کې یو شمېر نورې فعالانې هم له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د پای ته رسولو په تړاو اقدام وکړي.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې روان وضعیت «جنسیتي تبعیض» بللی دی.

جوزېپ بورېل ویلي، چې، په افغانستان کې تبعیض د رنګ او پوټکي له مخې نه بلکې، د جنسیت له پلوه دی.

په کابل کې څه تېرېدل؟

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول، جوزېپ بورېل و ویل: « د چا په یاد دي چې په کابل کې څه تېرېدل؟ افغانستان له رسنیو لرې پاتې شوی دی. په افغانستان کې جنسیتي تبعیض دوام لري. فکر کوم دا هغه څه

ته چې هلته روان دي، ډیر مناسب نوم دی. یانې جنسیتي تبعیض. دا تبعیض د رنګ او پوټکي نه بلکې د جنسیت په اړه دی. نجونه له زده کړو محروم دي او وحشتناکه دیکتاتوري پر افغانستان حاکمه ده.»

طالبانو بیا تازه د دغه اروپايي چارواکي د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض موضوع رد کړې وه او ویلي یې و چې د ښځو حقونه د شریعت په رڼا کې خوندي دي.

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

د نورو اسلامي هېوادونو په ډول ښځو ته حقوق ورکول

د ښځو د حقونو فعالې، لمیا شېرزۍ و ویل: «زده کړې او کار د هر انسان حق دی، طالبان باید د نورو اسلامي هېوادونو په څېر افغان نجونو ته د زده کړو او کار کولو حق ورکړي، د طالبانو له لوري لګیدلي محدودیتونه په اسلام کې هم نشته.»

د ښځو د حقونو په چارو کې یو شمېر نورې فعالانې هم له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د پای ته رسولو په تړاو اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې، ډېوې پتنګ په دې اړه و ویل: «که په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان مېرمنو وضعیت ته وګورو دوی تل د ناکامو سیاستونو قرباني شوي دي، دا ځکه چې موږ د افغانستان مېرمنې تل ځپلي دي.»

د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو تل اندیښنې څرګندې شوي، خو طالبان د دغو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button