نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

حماس او اسراییل په غزه کې د لنډمهالي اوربند پر دوه ورځې نور غځېدو هوکړه وکړه

تېره ورځ د اسراییلو لومړي ویلي وو چې هېڅ بهانه به یې له خپل اصلي هدف چې په غزه کې د حماس له منځه وړل دي راونه ګرځوي، داسې فکر کېده چې اوربند به ونه غځېږي.

نور ولولئ: جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

قطري چارواکي وايي، په غزه کې لنډمهالی اوربند دوه ورځې نور هم غځول شوی. ټاکل شوې وه روان څلور ورځنی اوربند نن پای ته ورسېږي. قطري چارواکي وايي، اسرائيلو او حماس ډلې منلې چې اوسنی اوربند به دوه ورځې نور هم روان وي او یرغمل شوي او بندیان دواړه به ازادېږي.

دا اوربند پر مخکینیو شرایطو سره روان وي

حماس ډلې خبریالانو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي “اوربند به پر مخکېنیو شرايطو دوه ورځې نور هم روان وي.” امریکا هم ویلي چې اسرائيلو له دوه ورځني اوربند سره هوکړه کړې.

وړاندې تر دې مصري سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د مصر، قطر او امریکا مرکچیان هوکړې ته نږدې شوې چې اوسنی لنډمهاله اوربند نور هم اوږد شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس لیکلي چې “د روانو هڅو په پایله” کې بشري اوربند دوه ورځې نور غځېدلی دی.

تر دې اعلان مخکې، د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل په دواړو خواوو غږ کړی و چې لنډ‌مهاله اوربند ته دوام ورکړي.

د برمته او یرغمل کسانو خوشي کول

د ملګرو متلونو سرمنشي هم ویلي و، غواړي له هغو سره خپل غږ یو ځای کړي چې د اوربند غځېدو غوښتونکي دي.

د هوکړې له مخې نن باید یوولس اسرائیلي برتمه شوي کسان د ۳۳ فلسطیني زندانیانو په بدل کې خوشي کړي. خو رپوټونه کاږي چې د برمته شویو او بندیانو د نومونو په اړه ځینې مخالفتونه شته.

نور ولولئ: د حماس او اسراییلو تر منځ د یرغمل او زنداني کسانو تبادله روانه ده

د اسرائیلو د لوموړي وزیر دفتر هم ویلي چې د خوشي کېدونکو کسانو د نوملړ په اړه خبرې روانې دي.

د څلور ورځيني اوربند له پیله تر اوسه ۴۰ اسرائیلي برمته شوي او ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي شوي دي.

وړاندې حماس هم وړاندیز کړی چې د هوکړې غځېدو په صورت کې به نور برمته کسان هم خوشي کړي.

په داسې حال کې چې د غزې لویه برخه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي او میشت ځایونه هم تر ډېره ویجاړ شوي، بې سرپناه خلک د سړې هوا له جدي ګواښ سره مخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button