نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

حماس ډلې برمته کړي دوه امریکايۍ مېرمنې بېرته خوشي کړې

له اسراییلو سره په نښته کې د حماس ډله وايي، هغه امریکایۍ مېرمنې یې خوشي کړې چې له دوی سره برمته وې

حماس ډلې شاوخوا ۲۰۰ تنه بهرني وګړي چې دغه امریکایۍ مېرمنې هم په کې وې، یرغمل کړي او له دې ډلې سره زنداني دي چې نړیوال هم په دې برخه کې اندېښنې لري.

په غزې کې واکمنې حماس ډلې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) وویل چې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د برید په ترڅ کې د شاوخوا ۲۰۰ یرغمل شویو له ډلې څخه یې دوه امریکایان خوشې کړي دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې له ۵۰زره ډېرې میندوارې مېرمنې له روغتیايي ګواښ سره مخ دي

حماس په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره کړې ویلي، “د قطري [مقاماتو] د هڅو په ځواب کې، د (عزالدین) القسام لوا، دوه امریکايي اتباع (مور او لور) د بشردوستانه دلایلو له امله خوشې کړلې.”

د یرغمل شوو ښځو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي

دغې اسلامپالې ډلې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې څنګه او کله یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه چې غزې ته انتقال شوي اکثر یې لا هم ژوندي دي.

د اسرائیل د پوځ په یو بیان کې ویل شوي: “د یرغمل شویو کسانو اکثریت ژوندي دي. د وژل شویو کسانو جسدونه هم د غزې تړانګې ته وړل شوي دي.”

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ دواړو لوریو د اروبند راپورونه رد کړل

د اسرائیل پوځ ویلي چې تر ۲۰ زیات یرغمل شوي کسان کوچنيان دي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۲۰ کلونو تر منځ دي او همداشان په نورو یرغمل شويږ کسانو کې د ۶۰ کالو پورته عمرونه هم شامل دي.

د حماس-اسراییل جګړه

د حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل په یو ناڅاپي برید کې د ملکیانو په ګډون تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل د هیواد د جوړیدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس اورپکو تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي، چې په هغو کې دوه ګوني تابعیت لرونکي هم شامل دي.

حماس همدا راز ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکنۍ خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید لپاره به یو یرغمل ووژني.

اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې د غزې په تړانګه د اکټوبر له اوومې راهیسې هوايي او توپچي بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، دغو بریدونو نه یوازې تر ۴۱۰۰ څځه ډېر کسان وژلي، بلکې د غزې په تړانګه کې مېشت سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو له لوري نن شنبه هم پر غزه درانه ګزارونه او بمبارۍ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button