حمدالله محب: د دور بابا دروازه دولت له منځه وړي

حمدالله محب: دور بابا دروازه دولت له منځه وړو

حمدالله محب: دور بابا دروازه دولت له منځه وړو دامنیت شورا سلاکارپرون په یو ناڅاپي سفر جلال اباد ولایت ته تللی ؤ او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وارزاو،نوموړي هلته د دغه ځاۍ خلکو سره هم ولیدل،

هغه په خپلو خبرو کې ځايي خلکو ته ویلي چې په دور بابا کې د پاکستان لخوا جوړه شوې دروازه به ور ړنګه کړي خو په څرګنده یې نه دي ویلي چې کله او په څه ډول به یې له منځه یوسي.د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د څڅوبي سیمه کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبرونه ورکړل شول او په دغه سیمه کې یې دروازه جوړه کړې ده.

د یو څه وخت راهيسې د پاکستاني ملېشو لخوا د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې تحرکات او توغندیز بریدونه زیات  شوي چې د سیمې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.په دولت کې یوه سرچینه ادعا کوي چې پاکستان د امریکا په لمسون باندې پر کونړ باندې توغندوي ګوزاروي تر څو په وینا یې په افغان سوله کې ټول هغه فرمایشات چې پاکستان او امریکا یې لري، په پټو سترګو ومنل شي.

دغه موضوع دبهرنیو چارو وزارت له ډيپلوماتیکو لارو دغه شکایت پر ملګرو ملتونو سربېره د امریکا سفارت ته هم په مکتوبي ډول رسولی، چې د ستراتېژیک او امنیتي تړون پر اساس اقدام وکړي، خو امریکا تر اوسه هېڅ نه دي کړي.دوی د ټولو بندیانو خوشې کول، موقت حکومت منل، په رسمي ډول د ډیورنډ له داعیې تېرېدل او د بهرني سیاست محدودول هغه غوښتنې دي چې پاکستان یې مطرح کوي او د افغان سولې په اوسنیو سختو شرایطو کې د فشار لپاره ترې امریکا هم استفاده کوي.

افغان دولت د دې لپاره چې نړیوالو مراجعو ته د سولې پروسې مخالف معرفي نشي، په رسمي ډول د وروستیو فشارونو په اړه چوپتیا غوره کړې ده. هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې یې فعالان هم پر حکومت په غوسه کړي دي.محب ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي چې د ګاونډیو هیوادونو د اوبو ارمان به پوره نه شي او زیاته کړې یې ده چې مونږ د خاورې په ډاډه زړه دفاع کوو،

محب داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي چې تازه په رسنیو کې د ګمبیري کمپ پر وړاندې توندې نیوکې زیاتې شوې دي. خلک غواړي چې د داود خان له پلان سره سم دغه ارزښتمنه سیمه سیمټ نه شي او د کونړ اوبو ته یې په زراعتي ځمکه بدله کړي.محب همداراز ویلي چې امامان او ولس دې د طالبانو له لوري د روانو وژنو پر وړاندې محافظه کاري پرېږدي، او دیني عالمان دې د افغانستان لپاره مذهبي جګړه وکړي. د محب  په وینا په ننګرهار کې نور امنیتي اصلاحات راوستل کېږي او ډېر ژر به يو تکړه والي ورته راواستوي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت په سمه توګه اقدامات وکړي ځکه دا وخت په افغانستان داسې راغلۍ دۍ چې باید دولت او ټولې خواوې صداقت سره کار وکړي،او د هېواد امنیت او سولې راوستلو کې همکاري وکړي ترڅو افغانستان د اوسني بهران نه اوزي او یو با ثباته په زان بسیا هيواد ولرو.

بحث کې برخه واخلئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.