ځاییسیمه ییز خبرونه

حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

اتمر ویلي، پاکستان د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره بشري حقوقو ته سپکاوی کړی

ښاغلي اتمر د افغان کډوالو جبري ایستنه انساني ناورین یاد کړی دی او له طالبانو یې غوښتي چې مشروع نظام رامنځته کړي.

افغن کډوال لا هم جوپې جوپې د افغانستان په لوري را روان دي او دا په داسې حال کې ده چې ډېری دلته د سرپناه او نور سهولتونه نه لري.

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وايي، له پاکستانه په جبري او ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو اېستل «انساني ناورین» دی.

له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو یوو

نوموړي په یوه بیان کې لیکلي:« که څه هم زموږ او د طالبانو ترمنځ ژور او بنسټیز اختلاف شته؛ خو د دې ننګونې د حل لپاره موږ باید خبرو ته داخل او “ملي همکارۍ” ته چمتو شو.»

حنيف اتمر ویلي، دغه توپيرونه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو او ازاديو او د نظام، سولې او ټیکاو په برخو کې شته.

په دغه بیان کې نوموړي لیکلي، د دې وخت رارسېدلې چې طالب مشران د کډوالو برخلیک او وضعیت ته په کتو سره، «منطقي، مسوولانه او وطنپاله» پرېکړه وکړي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

ښاغلي اتمر ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو بشري حقونو ته «سپکاوی» کړی او د پاکستان د خلکو او نړۍوالو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

هغه زیاته کړه چې، طالبان او د دې ډلې سیاسي مخالفین باید د کډوالو د ژوند، مال او عزت د ساتنې لپاره «همکاري» وکړي.

د حنیف اتمر په بیان کې راغلي چې، طالبان کولی شي دغه تراژیدي د ملي پخلاینې او د ټولو افغان کډوالو د دوامدار راستنېدو لپاره په یوه فرصت بدله کړي.

پاکستان په سیاست کې له افغان کډوالو سیاسي ګټه اخلي

ښاغلي اتمر په توندو الفاظو سره لیکلي، چې د پاکستان حکومت هیڅکله د سیاسي او امنیتي موخو د ترلاسه کولو لپاره د افغان کډوالو له ناوړه ګټې اخیستنې څخه لاس نه اخلي.

هغه ټینګار وکړ، چې په تجربوي سیاستونو او نیابتي جګړو کې له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل د شرم وړ او نه بخښوونکی عمل دی.

ښاغلي اتمر په خپله وینا کې لیکلي، چې د دې «ظلم» د ختمولو وخت رارسېدلی دی.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سیاسي او بشري حقونو د فعالانو، د خلکو د ځورونې، توقیف، د وژلو پالیسي او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د اساسي حقونو پر وړاندې محدودیتونه بند کړي.

حنیف اتمر زیاته کړه، چې په منځ‌مهاله توګه باید د افغانانو د ارادې او ملي پخلاینې پر بنسټ یو مشروع نظام د بین الافغاني خبرو له لارې رامنځته شي.

خو طالبانو لا د حنیف اتمر خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button