نړیوال خبرونه

حکمتيار: د غني او عبدالله هوکړه د ملي وحدت حکومت ناکام تکرار دۍ

ګلبدین حکمتیار چې د حزب اسلامي مشر دۍ. او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په سياسي هوکړې غبرګون ښکاره کړى دى. دۍ وايي د غني او عبدالله هوکړه د ملي وحدت حکومت ناکامه تکرار دۍ باید ټاکنې بیا تر سره شي.

نوموړي ويلي دي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه د تېر ملي يووالي حکومت په څېر ناکامه ده او بايد چې له سره ټاکنې وشي. هغه همدا راز نورو سياسي لورو ته بلنه ورکړې ده، چې په ګډه دې يو خپلواک او پياوړى اپوزيسيون جوړ کړي.

د ګلبدين حکمتيار له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه د تېر ناکام حکومت تکرار دى او دا هوکړه نه د کړکېچ په هواري کې مرسته کولى شي او نه هم يو متحد حکومت رامنځته کولى شي.

د يادولو ده چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ګلبدين حکمتيار هم نوماند و، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله نه وروسته يې درې اعشاريه ٧٥ سلنه رايې ترلاسه کړې وې.

د نورو ناکامو کانديدانو په څېر ګلبدين حکمتيار هم د ولسمشريزو ټاکنو له پايلو منلو انکار کړى و او ويلي يې و چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

د يادولو ده چې د شاوخوا درې مياشتو له مذاکراتو وروسته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ يوه سياسي هوکړه لاسليک شوه، چې له مخې يې عبدالله عبدالله د سولې مصالحې شورا مشر وټاکل شو، د هغه د ټيم غړو ته به په کابينه کې ځاى ورکول کېږي او همدا راز جنرال عبدالرشيد دوستم ته افتخاري مارشالي ورکړل شوه.

دا هم باید یاده کړو چې اوس وخت د دې رارسژدلۍ دۍ. چې ټول سیاسیون سره یو موټي او یو غږ شي تر څو د طالبانو سره د سولې په خبرو کې همغږي ولرو .او افغانستان د جنګ څخه وژغورو که موږ وکورو نو افغانستان د ډیر وخت راپریخوا د جنګ په حالت کې دۍ او عام وګړي یی اکثره د ملک نه بهر میشت دي. نو بباید مونږ یو موټۍ شو تر څو په ځان بسیا هیواد ولرو.

.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button