نړیوال خبرونه

حکمتیار:افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي

حکمتیار: افغان سیاسيون باید له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي د حزب اسلامي امیر او پخوانی جهادي رهبر ګلبدین حکمتیار ویلي ، سیاسي ګوندونه او شخصیتونه به له طالبانو سره مذاکراتو پیل کړی، او په دې اړه خبرې هم روانې دي،

یوې رسنۍ د کلبدین حکمتیار له خولې لیکلي، چې ولسمشرۍ ماڼړۍ له مخکښو سیاسي ګوندونو سره د سولې په تړاو مشورې نه دي کړي، چې له امله یې سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي او په دې برخه کې لومړنیو توافقاتو ته هم رسېدلي ، دولت سیاسي اجماع نه لري، له سیاسي ګوندونو سره موافق ندي ، همدا لامل دی، چې سیاسي احزاب مجبور شول له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي، او طالبان هم له ګوندونو سره خبرو ته جمتو دي.

په دې اړه طالبانو سره ځیني توفقات هم شوي دي، حتی د مذاکراتو د پیلېدو د ځای په اړه هم موافقه شوې. طالبان هم پوهېږي چې دولت ریښتنی نه دی او وخت ضایع کوي، د هغه په خبره، چې طالبان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني او د حکومت پالیسې هم جګړه ییزه ده چې باید تغیر ورکړي زما په نظر له دې نظام سره سوله نا ممکنه ده،

که دولت غواړي نظام او امنیتي ځواکونه په خپل حال پاتې شي او د نجیب تاریخ بیا ځلې تکرار نشي، نو په ريښتیني ډول دې خپلمنځي مزاکرات پیل کړي او وخت دې نه ضایع کوي، ښاغلي حکمتیار ددې تر څنګ حکومت د سولې په پروسه کې په صلاحیت نه درلودلو تورن کړی او په خبره يې «کابل حکومت د سولې په قضیه کې هیڅ رول نه لري،

د هغه په وینا ټول واک د امریکا په لاس کې دی، کله چې دولت کومه شوخي کوي، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر اخند سره غږېږي، تر څو هغه ته ور وفهموي، چې د سولې هره چاره د امریکا سره ده نوموړي ویلي که د سولې چارې همداسې روانې وي نو ددا به افغانستان یو ځل بیا خانه جنګۍ پلو روان کړي او افغانان به یو وار بیا خپلو منځو کې سره جنګ پیل کړي،

حکمتیار:افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي
حکمتیار:افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي

د ښاغلي حکمتیار لخوا پدا څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې د طالبانو او فغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.طالبانو تر دې مخکې په بیا، بیا ټینګار کړی چې کابل کې د دولت په نامه څه په رسمیت نه پېژني او نه د افغان دولت په نامه چا سره خبرې کوي خو اوس ډېره تمه کیږي چې دولت او طالبان دواړه لورې دې ته اړ شوي چې ژر تر ژره خپلمنځي مزاکرات پیل کړي ، دا هم باید یاده کړو چې د مصالحې شورا مشر هم یو هفته وړاندې د خپلمنځي مزاکراتو د پیلېدو خبر ورکړۍ وو،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button