سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار:حکومت سوله نه غواړي

د حزب اسلامي ګوند جهادي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته په درې ورځني سفر اسلام اباد ته تلی او هلته ېې د چارواکو سره د ملاقاتونو ترڅنګ یو خبري کنفرانس هم کړی نوموړي په دغه ه خبري ناسته کې وویل، چې د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.

ګلبدین حکمتیار چې نن یې اسلام اباد کې د سفر دویمه ورځ په خبري ناسته کې په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو شتون ته په اشارې وویل، څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتود ولري، سوله او ثبات به هېڅکله ټینګ نه شي.حکمتیار دا راز وویل، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس له وتلو پرته بله لاره نه لري.هغه وایي، چې پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ سوله کې خورا مهم رول لوبولی او د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته هم ژمن دی.

نوموړي ددې تر څنګ په دوحه کې پر روانو مذاکراتو انتقاد کړی او په خبره یې یاد مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ روان دي «په دوحه کې اوسني مذاکرات د ارګ د یوه ټیم او طالبانو تر منځ دي او د ټولو افغانانو تر منځ نه دي.همدا لامل دی چې ګڼ سیاسي ګوندونه په مذاکراتو کې نشته، موږ هم نه یو. اړتیا ده چې اجماع جوړه شي او تر هغه وروسته په واحد نظر مذاکراتو ته ولاړ شو.»

د ښاغلي حکمتیار څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې هم د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ هم خبرې روانې دي او تر څنګ یې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پيل شوې. د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پرون د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته په سفر ولاړ او لومړۍ لیدنه یې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وه

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

او پرون یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل.د ګلبدین حکمتیار سره تللی پلاوی وایي چې حکمتیار له پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې پر پروسې او د افغانانو خپل منځي ناستو په تړاو خبرې اترې وکړې.ترڅو دغه خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي او پایلې ولري.

ذ یادونې وړ ده چې د ښاغلي حکمتیار د دغه څرګندونو وروسته په افغانستان کې د عامو وګړو خورا زیات غبرګونونه راپارولي په دې اړه ېې سوشل ميډیا کې مختلف نظریات شریک کړي دي او ویلي ېې دي چې دا ډول څرګندونې به افغانستان ته زیان ورسوي او دا یو ډول غیر مسولانه خبرې دي باید د نوموړي خبرې د اعلی چارواکو لخوا وغندل شي تر څو دا ډول خبرې بیا لپاره ونشي .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button