نړیوال خبرونه

حکمتیار: ملي اردو باید پاتې شي او د حکومت رهبري کې باید تغیر راشي

حکمتیار: ملي اردو باید پاتې شي او د حکومت رهبري دې تغیره شي تمه ده چې د افغان سولې په اړه د ترکیې اساتنبول کې د روانې میاشتي په ۲۴ نېټه یو لوی کنفرانس د ډیر لورو په ګډون جوړ شي او د افغانستان اینده به پکې معلومه شي.

د اسلامي حزب مشر ګل بدین حکمتیار نن په یوه خبري غونډه کې تازه بیان ورکړې چې د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه يې هم شک ښودلی او ویلي يې دي چې د دوی ځنډ لوژستیکي نه بلکې سیاسي اړخ درلود.هغه ویلي د سرتیرو پاتي کیدل او د وتلو وروستۍ پریکړې اعلان د استانبول غونډهله خطر سره مخ کړې ځکه د سرتیرو وتلو په برخه کې لوژستیکي نه بلکي  سیاسي اړخ په ګوته شوی.

ښاغلي ګلبدین له طالبانو وغوښتل چې په هر رنګه شرایطو کې دي له افغانانو سره دسولې خبرو ته دوام ورکړي او له همدې لارې دي هڅه وکړي چې جګړې پای ته ورسوي.هغه وویل طالبان که جګړه یا سوله کوي نو خبرې دي نه دروي ځکه دا خبرې له امریکا سره نه بلکې له افغانانو سره دي

img 20210417 145043

دحکمتیار له څرګندونو د امریکا په اړه داسې ښکاریدله لکه چې شک يې باندې کړي او داسې ښکاریدل لکه امریکا چې یو سیاسي کړنه ترسره کړې وي او د خپلو سرتیرو ماموریت یې اوږد کړ.د حکمتیار له انده د امریکايي سرتیرو وتلو لوژستیکي اړتیا نه درلوده بلکي دا یوه سیاسي کړنه وه چې امریکا ترسره کړه ده هیله وښوده چې سوله به کیږي.

تمه ده چې د افغان سولې په اړه د ترکیې کنفرانس په نژدې ورځو کې جوړ شي خو کوم خطرونه دي چې د ګل بدین په وینا دا کنفرانس ورسره مخ دی ښايي هغه د طالبانودریځ ته په کتلو دا خبره کړې وي ځکه چې طالبان اوس هم د دوحې هوکړې ته په کتلو سره عمل کوي او تراوسه يې په دې کنفرانس کې د ګډون په اړه هم څه نه دي ویلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button