کورني خبرونه

خامنه اي ویلی طالبان دی شیعه ګانو جوماتونو یواځی کې عبادت وکړی

 افغانستان افغانستان

خامنه اي د بریدونو مخنیوي لپاره دې طالبان د شیعه ګانو جوماتونو کې یوځای  عبادت وکړي د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ویلي په افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو د بریدونو د مخنیوي یوه  چاره دا ده چې طالب چارواکي د شیعه ګانو سره یو ځای د دوی په جوماتونو کې عبادت وکړي

نوموړي یکشنبه یوې غونډې ته وویل  عام سني وګړي دې هم دې ته  تشویق کړی  چې د شیعه وګړو په مراسمو کې ګډون وکړي ښاغلي خامنه اي زیاته کړه  افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو سخت بریدونو  چې د داعش ډلې کار دی سخت یی ناراضه کړی نوموړي تور لګوی  چې داعش ډله د امریکا له اړخه  جوړه شوې خو اوس د امریکا چارواکي له دې حقیقت نه  انکار کوي یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه رادیخوا په کندوز او کندهار کې د شیعه وګړو پر جوماتونو دوه  بریدونه شوي.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د داعش خراسان ډلې ګواښ یې کړی چې په راتلونکي کې به هم افغانستان کې شیعه وګړي او د دوی عبادت ځایونه په نښه کوي داعش ډلې  مخکی په یوه اعلامیه کې ویلي وو  شیعه وګړي خطرناک دي  او ګواښ یې کړی و چې له بغداد تر خراسان به یې په نښه کوي طالبانو د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو دا بریدونه غندلي او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به د دې عبادت ځایونو امن کی وساتی  د ایران مذهبي مشر هم  ویلي د شیعه او سني وګړو ترمنځ یوووالی د وخت ضرورت دی او کوم تکتیکي شعار نه

ایت الله علي خامنه اي ویلي  که مسلمانان اتفاق وکړي نو هم به قدرتمن  شي او هم به یې یو قرآني امر پر ځای کړی یاده دې وی چې افغانستان کې پر شیعه وګړو له وروستیو بریدونو وروسته د ایران حکومت طالبانو ته ویلی  چې د دې پېښو  مجرمین دې ونیسي او سخت مجازات شی

ایران ده افغانستان حکومت نه غوښتی دی چی شیعه وګړی او عبادت ځایونه امن کی وساتی او ونه ځوری ځکه هر دین او  مذهب ازادی لری د  اقلیت ازادی  خلاف د قانون خلاف دی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button