سیمه ییز خبرونه

خان اچکزی: که طالبان پر کونړ سیند بند جوړوي، نو داد دښمنۍ اعلان دی

پر کونړ سیند د بند جوړولو اوازو له پاکستاني چارواکو خوبونه تښتولي دي او هر یو يې وار خطا دی

د پاکستان په سرپرست حکومت کې د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یو اړخیزه توګه په کونړ سیند د بند جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د «دښمنۍ» په مانا وبولي.

اڅکزي په خپله اېکس پاڼه یوه اوږده لیکنه کې دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی.

د اڅکزي په ټکو کنړ سیند چې د “چترال سیند” په نامه هم یادېږي، پاکستانۍ اوبه پکې بهېږي، چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځي.

د کابل سیند حوزې لپاره کمیسیون

دغه پاکستانی چارسمبالی چارواکی وايي، په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان او پاکستان پر کونړ سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه اوبو برېښنا پروژې لومړنۍ همکارۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو له خوا د کابل سیندیزې حوزې د مدیریت د کمیسیون په جوړولو کې هم پرمختګ وشو، څو د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو کمیسیون ته ورته یو جوړښت رامنځته کړي.

د نوموړي په وینا کونړ سیند چې ۱۷۷ کلومتره اوږدوالی لري، ډېره برخه یې په خیبر پښتونخوا کې بهیږي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

نور ولولئ: پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

د یاد پاکستان چارواکي په وینا دې ټولو موضوعاتو ته په کتو “که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له ګډون پرته کوم ګام اخلي بدې پایلې به ولري او ان ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي او فعالو نښتو لامل وګرځي.”

نوموړي د طالبانو حکومت په شمال کې د قوش تپې کانال له امله هم په یو ډول پړ بللی چې ګواکي د امو سیند ډېرو اوبو په راګرځولو سره یې شمالي ګاونډیان ترکمنستان او اوزبکستان په غوسه او اندېښمن کړي دي.

پر کونړ سیند د بند جوړولو په اړه د طالبانو نظر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه په دې سیند د بند جوړولو اعلان نه دی کړی.

خو څو ورځې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې “که لاس یې ډک شي او وخت یې راشي، دا کار به ضرور کوي.”

ښاغلي منصور دا هم ویلي چې په دې برخه کې له کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نه ویني.

بل خوا د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد هم یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: “بند جوړول د پاکستان لپاره نه دي ولاړ، چې ووایو پاکستان به څه کوي، هغه زموږ خپل خاوره او خپلې اوبه دي چې خپله به یې کنټرولوو.”

له بل لوري ګڼو افغانانو له طالبانو غوښتي چې د مرستو لپاره یو اکاونټ پرانیزي تر څو پیسې د کونړ سیند جوړولو لپاره خلک پیسي ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button