نړیوال خبرونه

خلیلزادد سولې سره سره د هېواد سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو هڅې هم کوي

افغان سولې لباره د امریکا ځانکړی استازي زلمی خلیل زاد اوس هڅه کوي چې د سولې د پروسې تر څنګ د افغان چارواکو تر منځ کرکېچونه حل کړي. خلیل زاد د افغان چارواکو تر منځ د رامنځته شوي کرکېچ د پای ته رسولو په موخه د هندوستاون د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره خبرې کړي دي.

زلمي خلیل زاد په خپل ټوټېر پاڼه لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره د افغان چارواکو تر منځ د شته کرکېچ او سولې په اړه خبرې کړي دي.

خليلزادلیکلي:

«موږ د کورني سیاسي کرکېچ د بېړني هواري او پر دې اهمیت وغږېدو چې افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.»

خلیلزاد پر خپل ټوټېر دا هم لیکلي چې دوی په افغانستان کې د سولې پر پروسې د زندانیانو د چتک خوشې کېدو او د اورکم پیلي کېدلو په اړه غږېدلي دي. خو په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې استازي هم له ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د سیاسي کرکېچ او د کرونا ناورغۍ په اړه خبرې کړې دي.

مایدون پرته له نورو جزییات یوازې دومره لیکلي چې د اروپايي ټولنې نظر یې هم ورته وړاندې کړی دی. خو تر دې مخکې افغان پخواني جهادي مشرانو او سیاسیونو هم د دې هڅه کوله چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ شته ستونزې حل شي. د لوړې تر مراسمو یوه میاشتې وتلې خو لا هم شته ستونزې نه دي حل شوي بیا بل لور ته دا څوم ځل دی چې اجراییه ریاست ارګ ته خپلې طرحې وړاندې کوي.

پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته نژدې کس وايي چې ارګ هسې بهانې لټوي خو دا ځل به نوې طرحه وړاندې کړو هیله ده ستونزې ورسره هوارې شي. د اجراییه ریاست په وینا په دغه طرحه کې د اجراییه ریاست شتون حتمي دي خو ارګ تر اوسه په دې اړه چوپ پاتې دی.

تر دې مخکې هم ولسمشر بار بار ټینګار وکړ چې راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره ګډ حکومت او اجراییه ریاست ورته د منلو وړ نه ده. خو ځيني بیا دا هم وايي ډاکتر عبدالله عبدالله به د ولسمشر لخوا د سولې د مصالحې شورا وړاندیز ومني او یاده پروسه به پر مخ وړي.

کارپوهان هم اندېښمن دي وايي که چېرې د دوی تر منځ شته اختلافات حل نه شي نو د سولې خبرې به ډېرې زیانمنې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button