نړیوال خبرونه

خلیلزاد: د اشرف غني تېښته د سیاسي واک لېږد پر وړاندې خنډ شوه

خلیلزاد د امریکا کانګرس ته ویلي دي، د غني تېښته د سیاسي اوښتون خنډ شوه

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۵ (سلواغې ۲۶) “د پردې تر شا: د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه” تر سرلیک لاندې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یوه غونډه وکړه.

خلیلزاد په دې غونډه کې وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویره درلوده چې د دوحې له موافقې څخه وتل به جګړه اوږده کړي. هغه دا هم وویل چې له هیواد څخه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وتل د افغانستان د سیاسي انتقال پر وړاندې د خنډ رامنځته کېدو لامل شو.

us
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال

طالبان ترهګر دي

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د استماعیې غونډې په پیل کې چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو یو شمیر خپلوانو هم په کې ګډون کړی و، په خپله وینا کې طالبان “ترهګر” او د دوحې له هوکړې څخه سرغړونکي وبلل.

نور ولولئ: خلیلزاد: طالبان باید د افغانانو د ژوند اصولو ته ژمن پاتې شي

نور ولولئ: زلمي خلیلزاد د پاکستان او طالباني اړیکې تر وروستۍ اندازې ترینګلي بللي

نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه

مک کال وویل چې حتی خلیلزاد هم تائید کړې چې د دوحې په تړون کې کومه ستونزه نشته، خو د ده په وینا ستونزه د دې هوکړې په عملي کولو کې ده. دغه امریکايي قانون جوړونکي بایډن تورن کړ چې د دوحې د تړون په بشپړ ډول پلي کولو کې پاتې راغلی. هغه وویل چې بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداري له پامه غورځولي دي.

خو جو بایدن تل ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو تصمیم یې د امریکا د دپلوماتیکو مقاماتو او پوځیانو سره د مشورو په اساس نیولی دی.

us2
د طالبانو وسله وال جنګیالي چې د کابل له سقوط وروسته ارګ ته ننوتلي

د اشرف غني تېښته که د امریکا ناکامي؟

خلیلزاد یو ځل بیا امریکايي وکیلانو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تېښته په افغانستان کې د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړ. هغه زیاته کړه، که غني له افغانستان څخه نه وای وتلی، نو طالبان به له امریکا سره د پخواني تړون له مخې کابل ته نه وو ننوتلي.

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ امریکايي وکیلانو ته وویل چې د دوحې هوکړه د شرایطو پر بنسټ شوې او د ده په وینا ولسمشر بایډن په افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي ځواکونو ساتل د جګړې د اوږدیدو څخه د ویرې په خاطر رد کړل.

زلمي خلیلزاد ویلي، چې بایډن د دوحې تړون له پامه نشو غورځولی، ځکه د ده په وینا که امریکا د دغه تړون له پلي کېدو څخه وتلی وای، نو امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له طالبانو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوی وای.

په تیرو دریو کلونو کې جوبایډن او د هغه د حکومت چارواکو تل ویلي چې دوی ته د دوحې تړون د ټرمپ له ادارې څخه په میراث پاتې دی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د همدې تړون پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرته بله چاره نه وه او یا داچې دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، باید د امریکا راتلونکي ولسمشر ته انتقال شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button