نړۍ خبرونه
رجحان

خلیلزاد د ټرمپ په ولسمشر کېدو به د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې بدلون ومومي

امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ویلي، که ټرمپ ولسمشر شو نو د افغانستان په اړه به ځینې تګلارې بدلون ومومي

ډونالپ ټرمپ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په کمپایني غونډو کې بار، بار ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د څه باندې ۸۰ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهیزات پاتې دي چې د ولسمشر کېدو په صورت کې به یې له طالبانو واخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه مرکه کې  د افغانستان په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د راتلونکي تګلارې په اړه خپل نظر څرګند کړ.

د افغانستان په اړه د اوسنۍ تګلارې دوام

هغه، چې په ۲۰۱۸ کې یې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړی و، په دې مرکه کې وویل چې د امریکا د راتلونکې ولسمشرې په توګه د اوسني ولسمشر بایډن د مرستیالې له ممکنه بري سره به دغه تګلاره د پام وړ بدلون ونه لري

ډاکټر خلیلزاد د دې خبرې دلیل دا وښود، چې نوموړې اوس مهال هم په واک کې ده او که بیا هم واکمنه شي، د افغانستان په اړه به د امریکا اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي.

زلمي خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ټرمپ د بیا ممکنه واکمنۍ په اړه وویل، چې د افغانستان په اړه یې تګلاره ښایی ځینې بدلونونه ولري.

د هغه په وینا، د افغانستان په اړه د ټرمپ ځینې څرګندونې کمپایني بڼه لري، خو ځینې یې کېدای شي د هغه د بریالیتوب په صورت کې عملي هم شي.

د ټرمپ کومې خبرې به عملي شي؟

خلیلزاد واضح نه کړه، چې د ده له نظره به د ټرمپ د احتمالي بري په صورت کې د هغه کومې خبرې عملي او کومې غیر عملي پاتې شي.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال خلیلزاد د هغه د ځانګړي استازي په توګه طالبانو سره لاسلیک کړی و.

ټرمپ اوس د بایډن د واکمنۍ پر مهال د یاد شوي تړون د تطبیق د بڼې سخت منتقد دی او وایي که دی واک کې وای، له افغانستان څخه به یې ځواکونه په اوسني بڼه نه ویستل او پر طالبانو به یې په بګرام اډه کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل منلي وای.

د یادونې وړ ده چې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال طالبانو ته د سولې وړاندیز په وخت کې د سیاسي سفرونه او نورو مسائلو موقع ورکړل شوه.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button