سیمه

خلیلزاد: پر کونړ برید د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان منځګړیتوب تر پوښتنې لاندې راولي

اسعداباد/واشنګټن: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې، پر کونړ برید نه یوازې یو بشري ناورین بللی، بلکې دا یې د پاکستان لپاره یو لوی ډیپلوماټیک تضاد بللی دی. د خلیلزاد په وینا، دا بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان ادعاوې او هڅې په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راولي.

د خلیلزاد تحلیل؛ له ډیپلوماسۍ تر بمبارۍ

خلیلزاد وایي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د یو منځګړي په توګه ځان وښيي، پر کونړ برید او دغلته د ملکیانو په نښه کول ښيي چې د دغه هېواد پوځي کړنې له ډیپلوماټیکو شعارونو سره په ټکر کې دي. نوموړي د پاکستاني پوځ دا حملې “وحشیانه” بللي او زیاته کړې یې ده چې که څه هم اسلام اباد تل دا بریدونه رد کړي، خو په وینا یې دا ردول هیڅکله رښتیا نه دي ثابت شوي.

210427153359 01 zalmay khalilzad 0427

د پوهنتون په نښه کول او د حامد کرزي غبرګون

ورته مهال، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په توندو ټکو پر کونړ برید غندلی او دا یې د افغانانو د علمي بنسټونو په وړاندې د پاکستان د پخوانۍ دښمنۍ دوام بللی دی. کرزي په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې په قصدي ډول د سید جمال الدین افغان پوهنتون په نښه شوی دی.

دا هم ولولئ:  افغان ځواکونو د وېش کېټ او د پاکستان ګمرکي تاسیسات نیولي
hamid karzai

کرزي پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې دا بریدونه په جدي ډول وڅېړي: «د لومړنیو راپورونو له مخې، پاکستاني پوځ د اسعداباد پر پوهنتون توپچي بریدونه کړي چې یو شمېر محصلان یې هم ټپیان کړي دي. دا کار د افغانستان د پرمختګ او زده‌کړو د مخنیوي یوه منظمه تګلاره ده.» پر کونړ برید

بشري ناورین او د قربانیانو وضعیت

په میدان کې وضعیت خورا دردوونکی دی. د کونړ د عامې روغتیا رییس، مظفر خان مخلص تاییدوي چې د تېر ماښام د پر کونړ برید له امله ۷ تنه شهیدان او ۸۵ نور ټپیان د ولایتي روغتون بیړنۍ خونې ته لېږدول شوي دي. مخلص زیاته کړه چې د قربانیانو اکثریت ښځې، ماشومان او محصلان دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت خورا نازک بلل شوی او ننګرهار ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

ځایي شاهدانو او محصلانو ویلي چې پاکستاني توپخانې په داسې وخت کې پوهنتون ویشتلی چې محصلان په کې پر زده کړو بوخت  و. دا حملې په داسې حال کې کېږي چې خلیلزاد باوري دی، پاکستان په خپلو دغو پاروونکو کړنو سره نه یوازې د افغانستان ثبات ګواښي، بلکې خپل نړیوال ډیپلوماټیک اعتبار هم له لاسه ورکوي.

AFGHANISTAN US DIPLOMACY e0vpjirz 1

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button