ځایی

خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

خلیل الرحمان حقاني له شمشاد سره په تازه مرکه کې وايي چې عبدالله عبدالله ورسره ډېره همکاري کړي ده

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر وايي، د پخوانۍ ملي مصالحې مشر عبدالله ور سره ډېره همکاري کړې او عطا محمد نور هم ور سره بیعت کړی و.

خلیل الرحمان حقاني‌ وايي، د سولې لپاره یې اشرف غني ته هم استازي لېږلي وو او د کابل پرځېدو په درشل کې له عبدالله او کرزي سره تماس کې و.

له خلیل حقاني سره د عبدالله عبدالله امضا

خلیل الرحمن حقاني که څه هم دا نه وايي چې ښاغلي عبدالله څه همکاري ور سره کړې او چېرته یې ور سره لیدلي و، خو زیاتوي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عبدالله عبدالله امضا ور سره پرته ده او ورته ویلي و چې «په سیاسي حال او مذاکراتو کې زه کار کوم او دلته ته کار کوه.»

khalil haqani1
د بلخ ولایت پخوانی والي او د جمعیت ګوند مشر عطا محمدنور او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله

نوموړی زیاتوي چې د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند له یوه مشر عطا محمد نور سره یې لیدلي او هغه ته یې ویلي و چې « قسم یې وکړ، وعده یې را سره وکړه، ما ورته وویل، موږ که په زور یا رضا واک ترلاسه کړ، ته به څه کوې؟ ما ته یې لاس را کړ په لاس بیعت یې وکړ، خو خپل بیعت یې مات کړ.»

ښاغلی حقاني له شمشاد تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي چې د مزار شریف تر پرځېدو وروسته هم له عطا محمد نور سره په تماس کې و، تر دې چې هغه تر حیرتان واوښت.

نور ولولئ: د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له ملکرو ملتونو د کډوالو چارو وزارت غوښتنه

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

نور ولولئ: طالبان له پاکستانه پر جبري راستېدونکو کډوالو ځمکې وېشې

حقاني شبکه له استاد سیاف او تورن اسماعیل خان سره هم تماس درلود

د حقاني شبکې دغه مهم مشر او د سراج الدین حقاني تره زیاتوي، چې له اسماعیل خان او سیاف سره هم په تماس کې و او اوس هم له دې جهادیانو سره تماس لري.

نوموړی وايي، له اسماعیل خان سره یې تر شلو غونډې کړې او مستند اسناد یې لري او له عبدالرب رسول سیاف سره هم تر هغه په تماس کې و چې د کابل هوايي ډګر ته ننوت.

دغه طالب چارواکي وايي، واک ته له رسیدو مخکې یې پنځه شپږ ځلې اشرف غني ته د ښاغلي غني د قوم او د خپل قوم استازي واستول، خو د سولې صلاحیت د دوی په لاس کې نه و.

khalil haqani2
استاد عبدالرب رسول سیاف، پخوانی ولسمشر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله

خلیل رحمان حقاني په دې مرکه کې د کابل د پرځېدو په درشل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره هم خپل ارتباط ته اشاره کوي او وايي، چې د نوموړي له لارې یې له اشرف غني سره د اړیکو هڅه وکړه: «ما ورته وویل چې بیا ګیله ونه کړې او ونه وایې چې زمینه برابره نه شوه، هغه وخت او سوچ پرېږدئ چې تا به ملل متحد د نجیب غوندې خلاصوي اوس ته دوی ته پکار نه یې اوس به هغه عمل در سره کېږي چې بیا به تاریخ کې هم نه وي نو ته راشه مهرباني وکړه وینې مه تویوه استعفا ور کړه او امارت به ډاډ در کوي چې تاسو به محفوظ یاست.»

ښاغلی حقاني وايي، محب ترې دوه ساعته وخت وغوښت او «راته ویې ویل ته څه کوې ما وویل، زه درځم ده وویل، زه درځم ما ورته وویل، زما کسان هلته ناست دي، نو نه پوهېږم چې دوی ووېرېدل که څه؟ بیا یې تماس ونه نیو او که یې دا خوښه شوه چې نورې وینې تویې نه شي او ځای خالي کړي.»

نوموړی وايي، عبدالله او کرزي ته الوتکې هم راغلې وې، خو دوی ډاډ ور کړی و چې په امن کې دي او کله چې کابل ته ننوت، نو د امنیت لپاره یې کسان عبدالله او کرزي ته ور ولېږل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button