ټکنالوجيسات تيري

داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

ډېری څېړنو په ډاکه کړې چې داسې مخلوقات هم شته چې انسانان ورسره په اړیکه کې کېدلی شي

د «ډریکه» نومېږي د معادلې د اټکل له مخې زموږ په کهکشان کې ۱۵۶۰۰۰۰ تمدنونه شته!

دغه معادله امریکایي اسټروفزیکپوه، چارلیس ډانالډ ډریک جوړه کړې ده.

په دې معادله کې N د هغو ټولو تمدنونو شمېر دی چې ممکن انسانان ورسره په اړیکو کې شي. ★R په کهکشان کې د ستوري د تشکیل یا منځ ته راتګ قیمت دی، یعنې هغه مالوم شرایط چې په هغه کې د پخوانیو ګازاتو له مخلوطه بیا ستوري تولیدېږي.

2

Fp د هغو ستورو نسبي شمېر دی چې سیارې لري. ne د هغو سیارو شمېر دی چې ژوند پکې ممکنېږي. Fl د هغو ستورو نسبي شمېر دی چې په خپلو سیارو کې د ژوند له دوام سره مرسته کوي. Fi د ژوند په ګډون د هغو سیارو نسبي شمېر دی چې هوښیار ژوندي موجودات لري. Fc د هغو هوښیارو ژوندیو موجوداتو نسبي شمېر دی چې د اړیکو جوړولو او د تکنالوجيکي پرمختګونو وړتیا لري. L هغه زماني فاصله ده چې د دې مخلوقاتو د اړیکو جوړښت یې نیسي.

ادم فرانک هم د نورو تمدونونو او مخلوقاتو پر شتون باوري دی

وکیل احمد عزیزي لیکي د نیویارک د راچستر پوهنتون د فزیک او ستورپوهنې پروفیسر، ادم فرانک هم د نورو تمدنونو او په هغو کې د مخلوقاتو پر شتون باوري ښکاري. دی وایي، موږ خو اوس پوهېږو چې زموږ په کهکشان کې څومره ستوري موجود دي، خو په دې سم نه یو خبر چې په دقیق ډول څومره ستورې سیارې لري؟ او په دې سیارو کې د ژوند امکان څومره دی؟ څومره وخت نیسي چې ژوند ته یا زمینه پکې برابرېږي او یا ژوند پکې ختمېږي؟ دی وایي چې دا احتمال بېخي لږ دی چې موږ یواځینی پرمختللی تمدن او مخلوق یو، نو دا هم ویلای شو چې د وخت په تېرېدو سر مخکې هم په کایناتو کې پرمختللي تمدنونه تېر شوي دي.

4
انځور؛ د نیویارک د راچستر پوهنتون د فزیک او ستورپوهنې پروفیسر، ادم فرانک 

نور ولولئ: تاسو د پردیو موجوداتو له سکلېټونو خبر یاست؟

نور ولولئ: ناسا له فضايي بېړۍ سره ستاسو نوم مشتري ته لېږي

نور ولولئ: د موبایل څپې د انسانانو غږونه “کُرو” ته لېږدوي

ځینې نور اسټروفزیکپوهان، لکه میچیو کاکو، سلیوان، جیسپ او نور هم د نورو تمدنونو او مخلوقاتو پر شتون بېخي پخه عقیده لري. دوی وایي: “کوم خلک چې د نورو تمدنونو او مخلوقاتو پر شتون باور نه لري، داسې مثال لري لکه یو څوک چې له سمندره یوه کاشوغه اوبه را واخلي او بیا ووایي چې په ټول سمندر کې ماهیان نشته، ځکه چې زما په همدې یوه کاشوغه اوبو کې هیڅ ماهی نشته”.

دا خو ایله زموږ په څلور بُعدي سیسټم کې د مخلوقاتو او تمدنونو د شتون خبره ده، دا چې بُعدونه تر دې هم زیات دي، نو هلته د نورو حالاتو، ساینسي قوانینو او د ژوند د جلا ډولونو د شتون امکان هم په یقین بدلېږي. په کوم ځای کې چې ابعاد بدل وي، هلته شرایط هم بېل وي. د ابعادو او په هغو کې د هستي و نیستي بحث دلته نه کوو.

یوازې انسانان هوښیار موجود دی

یوازې د مخلوقاتو شتون نه دی مهم، بلکې د هوښیارو ژوندیو موجوداتو شتون هدف دی. هغسې خو په ځمکه کې زیات مخلوقات شته، مګر یوازې انسان هوښیار موجود دی. دلته بله پوښتنه دا ده چې موږ خو په خپله د ځان په اړه قضاوت کوو چې هوښیار یو، ممکن هر مخلوق ځان ته هوښیار ووایي! مګر انسان په ځمکه کې په ذهني لحاظ تر ټولو مخلوقاتو هوښیار دی، چې ثابته کړې یې هم ده.

3

مثلا هېڅ کومو حیواناتو داسې ژوبڼ نه دی جوړ کړی چې انسان یې پکې بندي کړی وي او نورې خزندې و حیوانان یې سیل ته ورځي، مګر انسان تر ځان زورور مخلوقات نیولي دي. دلته چې په کایناتو کې د تمدنونو او مخلوقاتو د شتون خبره کېږي، اصلي مطلب هوښیار مخلوقات او متمدن موجودات دي چې په ځینو مواردو کې یې ټیکنالوجي تر انسانانو زوروره ثابته شوې ده.

 

له وینتور اماسیراس سره شوي جالبه پېښه ولولئ

مثلاً: د ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۳۰ نېټه د ماخستن په لس نیمو بجو یو ارجنټایني بزګر، وینتور اماسیراس  په خپل کور کې راډیو ته غوږ و. د راډیو غږ یې ناڅاپه خپ او څو شېبې وروسته خاموش شو. کله چې یې د کوټې له شیشو څخه رنګارنګ رڼاوې او نابلده اواز واورېد، له کوټې څخه بهر حویلۍ ته ورغی، ویې لیدل چې د کور له پاسه په لس پنځلس متري ارتفاع کې یې یو قاب ډوله جسم پاس ولاړ دی او رنګارنګ رڼاوې خپروي. دی وایي چې د دې جسم له دربچو (دریچو) څخه مې ناشناخته مخلوقات ولیدل. لږ وروسته د ننګر جسم له خوا په ده باندې ځینې وړانګې وربرابرې شوې او سم د لاسه نوراني جسم په یو فوق العاده لوړ سرعت په هوا لاړ. دی وایي چې له دې وروسته مې په بدن دردونه راغلل او د څو ورځو په جریان کې مې وېښتان او غاښونه ټول راولوېدل، خو د وخت په تېرېدو سره مې بیرته غاښونه او وېښته بېرته راغلل، د بدن دردونه مې هم ورک شول او د پنځوس کاله عمر په ځای داسې احساسوم چې شل کلن ځوان یم. د ده معالج ډاکټر هم وایي چې دی بې سواده کس دی خو له دې پېښې وروسته یې په پوهه او خبرو کې زیات تفاوت راغلی دی.

لاندې ویډیو د لیکنې اړونده ده:

اوس دا موږ په چا نه شو منلای او نه نور کوم شواهد لرو چې دا مخلوقات به څوک ول؟ له کومه ځایه به راغلي وو؟ او…؟ داسې اټکل کېږي چې دغه مخلوقات موږ ته نزدې هم شته، ځکه ډېری خلکو لیدلي دي. د دا پورته پېښې په ډول ډېرې نورې پېښې هم شته.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button