سات تيرينړیوال خبرونه

داعشۍ شوې برتانوۍ شمیمه بېګم د بریتانیا تابعیت بایلود

بریتانیا د شمیمه بیګم چې د داعش په ناوي هم مشهوره ده، د هغې تابعیت لغوه کړ

شمیمه بیګم چې تانده پېغله وه، له بریتانیا یې سوریې ته سفر وکړ او هلته د داعش له لیکو سره یو ځای شوه.

شمیمه بیګم چې د “داعش د ناوې ” په نامه پېژندل شوې، تانده پېغله وه چې له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته لاړه او د داعش له یوه غړي سره یې واده وکړ.

shamima
له داعشي خاوند د شمیمه بېګم لومړی اولاد چې وروسته بیا د ناروغۍ له امله مړ شو.

د شمیمه بېګم په نامه هغه بريتانوۍ مېرمن چې په ځوانۍ کې له اسلامي دولت نومې ډلې ” داعش” سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته د تګ له کبله یې بريتانیا پرېښوده، په خپله وروستۍ هڅه کې ماته وخوړه او د بريتانیا له خوایې تابعیت ترې واخیستل شو.

شمیمه بیګم نور د بریتانیا وګړي نه ده

د استناف محکمې د پرېکړې له مخې، هغه نوره له قانوني پلوه د بريتانیا وګړې نه ده. دا حکم په دې مانا دی چې شمیمه بیګم نور هېڅ چانس نه لري چې بريتانیا ته لاړه شي ا و باید په سوریه کې پاتې شي.

shamima2
شمیمه بېګم

د استناف محکمې مشر قاضي په خپل حکم کې ویلي:” دا پرېکړه سخته وه، خو باید ووایم چې شمیمه بېګم خپله د خپلې بدبختۍ لامل شوې ده.”

نور ولولئ: قزاقستان په افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه ښودلي

نور ولولئ: ټام ویسټ: طالبانو د داعش خراسان ډله ځپلې

نور ولولئ: سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

د بريتانیا کورنیو چارو وزارت ویاند هم د محکمې د پرېکړې په اړه ویلي:” خوښ یو چې استناف محکمې په دې قضیه کې زموږ په ګټه پرېکړه وکړه. زموږ لومړیتوب د بريتانیا د امنیت خوندیتوب دی او موږ په دې برخه کې د هرې پرېکړې کلکه دفاع کوو.”

د داعش ناوي یا شمیمه بېګم

شمیمه بېګم یوه له هغو دریو تنکیو ځوانو نجونو څخه وه چې د لندن په ختیځ کې یې ښوونځی لوست او په ۲۰۱۵م کال کې د داعش ملاتړ لپاره سوریې ته لاړه. نوموړې هغه مهال یوازې ۱۵ کلنه وه.

د شمیمه بېګم مور او پلار له بنګلدېش څخه دي خو خپله یې له لومړي سره د بريتانیا تابعیت درلود.

shamima3
شمیمه بېګم

د نوموړې بريتانوی تابعیت هغه مهال ترې واخیستل شو چې ۱۹ کلنه او د سوریې په یوه کمپ کې داسې مهال اوسېدله چې د نهه میاشتو مېندواره وه او ماشوم یې وروسته له زیږونه، د سږو ناروغۍ له امله مړ شو.

اغلې بیګم په ۲۰۱۹م کال کې د دې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ او غوښتنه یې دا وه چې باید بېرته بريتانیا ته لاړه شي. هغې درې کاله د داعش تر کنټرول لاندې حکومت کې ژوند وکړ او د دې ډلې له یوه هالنډي غړي سره یې واده کړی وو. خاوند یې دا مهال له کردانو سره په زندان کې دی.

شمیمه بېګم منلې وه سره له دې چې داعش یو “ترهګریز” سازمان دی، خو بیا هم ورسره یو ځای شوه. هغه اوس وايي چې په خپل دې کار یعنې له داعش سره پر یو ځای کېدو پښېمانه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button