سیمه ییز خبرونه

قزاقستان په افغانستان کې د داعش له ودې اندېښنه ښودلي

قزاقستان وايي، افغانستان کې د داعش غړو شمېر تر ۶۰۰۰ زرو تنو اوښتي دی

روسلان سیسمبایف وايي، د داعش خراسان څانګه په زیاتېدونکې وړتیا سره د سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ ده.

د قزاقستان رسمي خبري اژانس کاز اینفارم په خپل راپور کې وایي، د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې مرستیال د پنجشنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان څلوېښتمه غونډه کې دا خبرې وکړې.

نور ولولئ: قزاقستان کې د سیکا ناستې ګډونوالو په افغانستان کې پر ثبات ټینګار وکړ

د ښاغلي سیسمبایف په خبره، ځینې داسې عوامل شته چې د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پېښدو سبب کېږي او یو هم په افغانستان کې «د ترهګریزې وړتیا خوندیتوب» دی.

طالبان سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ نه شي ورکولی

دغه استخباراتي چارواکي طالبان تورن کړل چې واک ته تر رسېدو وروسته د اغېزناک حکومتي نظام په جوړولو او امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلل.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم «د نړیوالو ترهګریزو ډلو» د جذب مرکز دی.

د داعش خراسان څانګې تېرو دوو کلونو کې په بریدونو سره د طالبانو دا ادعا ننګولې چې په ټول افغانستان کې یې امنیت راوستلی دی.

داعش په تېرو میاشتو کې د بلخ او بدخشان لپاره د طالبانو والیان هم وژلي دي.

داعش په کابل کې د پاکستان او روسیې سفارت او هم یې په یوه هوټل کې چینايي وګړي په نښه کړل.

دا ډله پر مختلفو ژبو تبلیغ کولو سره توندلاري منځنۍ اسیا، روسیې، اروپا او امریکا کې جګړې ته هڅوي.

له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ خبر

روسلان سیسمبایف هم په خپله وینا کې له افغانستان د شانګهای تړون غړو هېوادونو ته د ترهګریز ګواښ پر شونې پراختیا اندېښنه وښوده.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال زیاته کړه، چې پر داعش سربېره په افغانستان کې د القاعده د غړو شمېر هم پنځو سوو ته رسېږي.

د هغه په خبره، القاعده او داعش له افغانستان پېچلي بریدونه پلانولی شي او اوسنی حالت د شانګهای تړون سترو پروژو ته ریښتونی ګواښ پېښوي.

نور ولولئ: اسلامي امارت : د سلاکارانو په دویمه غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړیږي د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړل شي

خو دې وروستیو کې د امریکا دوو مهمو استخباراتي چارواکو وویل، ګرانه ده چې په افغانستان او پاکستان کې القاعده بیا را پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان او امریکا په ګډه افغانستان کې د داعش ملا ماته بولي، خو بل لور ته د منځني ختیځ هېوادونه بار بار خپلې اندېښنې څرګندوي چې افغانستان کې داعش وده کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button