دانش: د سولې توحید شوې طرحه مونږ ته دمنلو وړ نده
دانش: د سولې توحید شوې طرحه مونږ ته دمنلو وړ نده د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ویلي چې د سولې وروستۍ توحید سوې طرحه ورته د منلو نه ده او دا طرحه به نفاق او ناندریو ته لار هواره کړي.
ښاغلی سرورو دانش خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ملي روغي جوړي شورا له لوري وروستۍ توحید شوې طرحه چې د ترکیې کنقرانس ته به وړاندې سي نه ده منلې او دايې د نفاق او ناندریو پیلامه بللې.دانش ویلي دا طرحه تر ډیره د یوه قوم یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لید لوری وړاندې کوي، چې د هېواد دبلې ډلې یا ګوند نظر ته پکښي هیڅ درناوی نه دی سوی.
نوموړي ویلي هڅه شوی چې حکومت د دو قومونو ترمنځ وویشل شي او په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکولی سوی دی خو د هېواد د بل هیڅ وګړي درناوی او پروا نه ده سوې.هغه ویلي د دې طرحې ارمانجنو ته دي وویل سي چې په افغانستان کې جګړې ختمولو ته اړتیا ده نه د نظام ویشلو ته، هغه غوښتنه کړې چې د ملي روغي جوړي شورا جوړه سوې طرحه باید لغوه سي.
د ښاغلي سرورو دانش او ده خو غوندي څو نورو له خولې تل په یوه ملي مشکل کې د نفاق او تعصب بوی راوزي هغوی تل کوښښ کړی چې په ملي مسایلو کې یوې طرحې او کړنو ته د قوم رنګ ورکړي او له دې ملي مسایلو سره مخالفت وښود.
تر دې دمه د سرور دانش د دې خبرو په اړه حکومت او د ملي روغې جوړې شورا څه نه دي ویلي خو د ملي روغي جوړي شورا د خپلې توحید سوې طرحې په هکله ویلي چې درست او په ډير دقت سره جوړه سوې دا طرحه کولای سي چې ښه ثابته شي.