نړیوال خبرونه

دانش: د سولې توحید شوې طرحه مونږ ته دمنلو وړ نده

دانش: د سولې توحید شوې طرحه مونږ ته دمنلو وړ نده د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ویلي چې د سولې وروستۍ توحید سوې طرحه ورته د منلو نه ده او دا طرحه به نفاق او ناندریو ته لار هواره کړي.

ښاغلی سرورو دانش خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ملي روغي جوړي شورا له لوري وروستۍ توحید شوې  طرحه چې د ترکیې کنقرانس ته به وړاندې سي نه ده منلې او دايې د نفاق او ناندریو پیلامه بللې.دانش ویلي دا طرحه تر ډیره د یوه قوم یوه ګوند او زلمي  خلیلزاد  لید لوری وړاندې کوي، چې د هېواد دبلې ډلې یا ګوند نظر ته پکښي هیڅ درناوی نه دی سوی.

نوموړي ویلي هڅه شوی چې حکومت د دو قومونو ترمنځ وویشل شي او په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکولی سوی دی خو د هېواد د بل هیڅ وګړي درناوی او پروا نه ده سوې.هغه ویلي د دې طرحې ارمانجنو ته دي وویل سي چې  په افغانستان کې جګړې ختمولو ته اړتیا ده نه د نظام ویشلو ته، هغه غوښتنه کړې چې د ملي روغي جوړي شورا جوړه سوې طرحه باید لغوه سي.

د ښاغلي سرورو دانش او ده خو غوندي څو نورو له خولې تل په یوه ملي مشکل کې د نفاق او تعصب بوی راوزي هغوی تل کوښښ کړی چې په ملي مسایلو کې یوې طرحې او کړنو ته د قوم رنګ ورکړي او له دې ملي مسایلو سره مخالفت وښود.

img 20210413 141316

تر دې دمه د سرور دانش د دې خبرو په اړه حکومت او د ملي روغې جوړې شورا څه نه دي ویلي خو د ملي روغي جوړي شورا د خپلې  توحید سوې طرحې په هکله ویلي چې درست او په ډير دقت سره جوړه سوې دا طرحه کولای سي چې ښه ثابته شي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button