ستاسې اند او نظر

دا۷ کاره چې چا کې وي نو پوه شه مینه درسره لري

په اول کې چې یو سړۍ تولد شي بیا څونۍ ته زسیږي نو دا سړۍ د نورو سره د ناستې او علاقې شوقیان کیږي او دغه غلاقه بیا په مینه اوړي ، نو بيا یې ټول تشويش دا وي چې مقابل طرف به هم د ده په هکله داسې حواس لري که نه، د هغه به هم دی يا دا خوښېږي که نه، ټوله هڅه یې په دې کې وي چې يوه نښه پېدا کړي چې داسې يو مطلب ورڅخه واخلي چې ګواکې مقابل طرف هم د ده سره مينه لري.

لاندې ۷ خبزې درسره ولولۍ. .

يو بل ته کتل، د يو بل سترګو کې کتل، د کتلو ډول او د وخت څومره والی، په دې کې ډېر مهم دی چې تاسې پوه شئ چې يو څوک درسره مينه لري که نه، د مثال په ډول که يو څوک په مسلسل ډول تاسې ته ګوري، په داسې حال کې چې په شاوخوا کې نور کسان هم موجود وي، خو هغه کس پرلپسې تاسې ته ګوري نو په لوی احتمال دا کس تاسې ته په زړه کې څه لري.

که تاسې يو مشغول ژوند لرئ، يا مقابل طرف هم ډېر بوخت ژوند لري، هېڅ خالي وخت نه شي پېدا کولی، خو د دې ټولو سره سره بيا هم ستاسې لپاره په ځانګړي ډول وخت پېدا کوي، بوختيا یې ستاسې سره د ليدنې او خبرو مخه نه شي نیولای نو دا ډول کس هم کېدی شي تاسې ورته مهم او زړه ته نيژدې واوسي.

که چېرې يو څوک تل په دې هڅه کوي چې ستاسې سره يوازې ملاقات وکړي، د بیروبار څخه تښتي او تل غواړي په داسې ځای کې ستاسې سره خبرې وکړي چې د نور خلکو رفتار کم وي، نو داسې کسان په لوی احتمال تاسې ته يو ځانګړی حس لري او تاسې یې خوښېږئ.

که مو يو ملګری یا ملګرې د شپې وخت ناوخته ميسج لېږي، هغه کار چې د ورځې یې هم پوښتنه کولی شي تاسې ته په نيمه شپه ميسج لېږي، دوی داسې وخت پېدا کوي چې پکې ډېرې خبرې وشي، تاسې او خپله دی يا دا پکې بل کار ونه لري او راحت خبرې کولی شي، نو په لوی احتمال دا ډول کسان هم په زړه کې تاسې ته یو څه لري.

که مو ملګری يا ملګرې تاسې ته په مخامخېدو کې خاندي، ستاسې سره د سترګو لګېدو په وخت کې یې شونډې موسکۍ وي نو په لوی احتمال تاسې یې خوښېږئ او حتاً مینه درسره لري، دا د مینې ښکاره کولو تر ټولو بارز طرز دی، چې حتاً د انسانانو څخه په غیرې ارادي ډول هم ترسره کېږي

انسان د هغه کس په هکله چې ورسره مينه لري ډېر واړه او تشریحي معلومات هم په خپل ياد کې ساتي، او همدا د هغه په هکله د ډېرو کوچنيو شيانو پوهېدل او د زده کولو يا پوهېدو علاقه هم لري، د مثال په ډول که يو څوک په دې پوهېږي چې ستاسې کوم خواړه ډېر خوښ دي، د کوم ډول سندرو علاقه لرئ، او يا د دې شيانو غوندې نورو شيانو په هکله غواړي چې ستاسې په هکله پوه شي نو په لوی احتمال ستاسې سره علاقه لري.

که يو څوک ستاسې د فکرونو سره زيات توافق او همغږي ښکاره کوي، په يو بحث کې تل ستاسې خوا نيسي، په لوی احتمال تاسې ته په زړه کې ښه حس لري، د مثال په ډول تاسې د يو چا سره د يوې موضوع په هکله خبرې کوئ، نو هغه فوراً ستاسې فکر تایید کوي، ستاسې فکرونو ته زياته علاقه لري، داسې چې که په ساعتونو ساعتونو د خپلو فکرونو څخه خبرې ورته وکړئ بيا یې هم په ډېره مينه اوري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button