سات تيري

دباليووډ يو بل مشهور اداکار راجیو کپور ومړ

دباليووډ يو بل مشهور اداکار راجیو کپور اومړ.دبالي ووډ فلمونو پخوانى مشهور اداکار او د رشي کپور کشرى ورور راجيو کپور د ٥٨ کلونو په عمر کې مړ شو.نوموړې تکړه با استعداده او مشهور لوبغاړی وو.

د ښاغلي کپور د مړينې خبر د هغې ورندار او د رشي کپور مېرمن نيتو کپور په انسټاګرام کې په خپل وال نشر کړی وو.هغې په انسټاګرام کې د راجيو کپور يو عکس خپور کړى او ورسره يې ليکلي دي، چې د باليووډ اداکار او فلم جوړونکى راجيو کپور نن له موږ نه رخصت شو.نوموړی د ډېر وخت راهیسې د زړه په مرض مبتلا وو.هغه هر وخت د زړه د درد نه شکایت کاوه . خو کورنی ته ېې په دې اړه څه نه ویل.

20210210 202049

د انډیا د رسنيو د راپورونو په وېنا، راجيو کپور پرون سهار د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.د يادولو ده چې راجيو کپور د بالي ووډ مشهورو اداکارانو رشي کپور او رندير کپور کشرى ورور و، هغه د يو اداکار تر څنګ د فلمونو لارښود او پروډيوسر هم و.نوموړی هر وخت په فلمونو کې ښه ځلېده او فلمونو کې به ېې کوښښ کاوه چې خپلو کتونکو ته خوشالي ورکړي.

ښاغلی رشي کپور تېر کال د اپريل په ٣٠مه نېټه په ممبۍ کې مړ شوى و.راجيو کپور په ١٩٨٣ کال کې اداکاري پیل کړې وه، چې په لومړي ځل يې په (ايک جان هى هم) فلم کې کار کړى و، همدا راز وروسته يې په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او په ١٩٩٠ کال کې يې بيا په فلمونو کې اداکاري پرېښوده

نوموړي وروسته د فلمونو جوړولو ته مخه کړه، چې يو شمېر مشهور فلمونه يې هم جوړ کړل.هغه چې هر وخت فلمونه جوړول نو خپلو مداحو ذهن ته به ېې کتل چې دويي څه ډول فلمونه خوښوي.هېره دې نه وي چې عامو وګړو کله د هغه د مرګ خبر واورېد نو ډېر خفه شو او د هغه په اړه ېې سوشل میډیا کې شعرونه ورپسې ولیکل.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button