نړیوال خبرونه

دجوبايدن ادارې د سولې پروسې په اړه لا هم کومه پریکړه نده کړې

دجوبايدن ادارېد سولې د پروسې په اړه لا هم کومه پریکړه نده کړې د متحده ایالاتو د نوي حکومت د راتګ سره خپلمنځي خبرې بې خونده شوې او دواړو خپل حقيقي دریځ د امريکا د نوي حکومت پرېکړې ته ځنډولی.اوسمهال معلومه نده چې دا پروسهپه کوم طرف مخې ته ځي.

د متحده ایالاتو نوي حکومت اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامه به وارزوي او بيا به خپل دریځ اعلانوي.دې خبرې طالبان سخت په شک کې واچول او ددې سبب شو چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې تر هغه وځنډوي ترڅو چې د امريکا نوی حکومت ددوحې د توافقنامې او د ټولو پوځيانو د اېستلو په اړه خپل دريځ اعلان کړي‌.

د حکومت او طالبنو د خبرو د ځنډ عوامل د توافقنامې د نه عملي کول بولي، طالبان د خپلو پاتې بنديانو او د تور لیست څخه د خپلو مشرانو نومونه لرې کول غواړی او امریکا بیا له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې غړي نور له دې هېواد څخه وشړي او ورته ښکاره وايي چې افغانستان نور ددوی کوربه توب نشي کولی‌، ددې ترڅنګ د امریکا متحده ايالات او په څنګ کې یې افغان حکومت له طالبانو د جګړې د شدت د کم والی غوښتنه کوي.

دغه ډله د قطر په توافقنامه کې د لويو بريدونو په ښارونو کې د بریدونو د کم والي او نه کولو ویلي دي، په اصل کې طالبانو په دې خبره تر یو ځایه پورې عمل کړی دی او په ښارونو کې د بریدونو مسولیت یې نه دی اخیستی، په ښارونو کې د لوی بریدونو مسولیت دداعش ډلې قبول کړی دی خو افغان حکومت بيا طالبان ددې مسول بولي، طالبان بيا د داعش ډله پخپله د افغان دولت يوه پروژه بولي.

img 20210210 105720

اوسمهال زياته وېره د لويو بريدونو څخه هم هدفي وژنو راپیدا کړې ده، هدفي وژنې او چسپکي ماینونه ډېر شوي او ورځ تر بلې ډېرېږي، طالبان ددې مسؤلیت نه مني او پړه یې په افغان حکومت اچوي او افغان حکومت بیا ددې ناخوالو مسول طالبان ګڼي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button