نړیوال خبرونه

دحکومت مذاکراتي ټیم څلور غړي کابل ته په رخصتی راغلي

دحکومت مذاکراتي ټیم څلور غړي کابل ته په رخصتی راغلي دي د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم څلور تنه د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې د شخصي مسایلو لپاره کابل ته په د یو څو ورځو رخصتی راغلي دي.حکومتي سرچینی وايي دويي به ډېرژر بیرته دوحې ته دمزاکراتولپاره ستانه شي.

د سولې په چارو وزارت سلاکار فضلي وایي، چې فوزیه کوفي، عبدالمتین بیګ، نادر نادري او سید سادات منصوري د خپلو شخصي مسایلو لپاره کابل ته راغلي او تمه ده په لنډ وخت کې بیرته دوحې ته ستانه شوي. ښاغلي فضلي زیاته کړې دغه غړي کې نقیبي هم راستون شوی دی، متین بیګ په تخار کې د وروستیو پېښو له امله چې د دوی ځینې دوستان په کې زیانمن شوي د هغو لپاره راستون شوی دی، د اغلې کوفي د راتګ لامل په هکله معلومات نه لرم او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشر سید سادات منصور نادري ممکن د وزارت نیمګړو کارونو د بشپړولو لپاره د یو څو ورځو لپاره راغلی وي

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

ښاغلي فضلي که څه هم ادعا کړې چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو هم رخصت اخیستی؛ خو له دوحې څخه یوې سرچینې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم ټول غړي لا هم دوحه کې دي او هیڅ یوه یې رخصت نه دی اخیستی.او دويي خپلو مزاکراتو ته ادامه ورکړې ده او هڅه ېې داده چې ژر تر ژره یو پایلې ته ورسیږي ترڅو افغانان په ځان بسیا هېواد کې ژوند وکړي او د نورو بهرني هېوادونو پرځای خپل هېواد ته ترجیح ورکړي

بلخوا بیا ارګ دخپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې پورته یاد شوي کسان د اشرف غني په امر راغوښتل شوي او راتلونکې اوونۍ ښايي درې نور هم راوبلل شي.دغه کسان داسې مهال کابل ته راستنېږي، چې له طالبانو سره مذاکرات يې لا هم روان دي او دواړه لوري د ناستو د طرزالعمل په اړه مسلسل بحثونه لري.دوي وايي چې د يو څو ورځو رخصت وروسته به دويي بیرته دوحې ته ستانه شي ترڅو دويي خپلو مزاکراتو ته ادامه ورکړي او یو نتیجې ته سره ورسیږي.

دحکومت مذاکراتي ټیم څلور غړي کابل ته په رخصتی راغلي
دحکومت مذاکراتي ټیم څلور غړي کابل ته په رخصتی راغلي

له نږدې څلوېښت ورځو راپدېخوا دواړه لوري رسما د مذاکراتو مېز ته ناست دي، خو د یو شمېر اختلافي ټکو له امله لا هم په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.د سولې په اړه د افغانستان عام وګړي په سوشل میډیا کې ویلي چې دواړه لورې باید د بل هر څه نه زیاته ترجیح سولې ته ورکړي ترڅو روانه ناروا جګړه پای ته ورسیږي او افغانان نور په خپل هېواد کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.دويي وايي که چېرې دویي جګړې ته ادامه ورکړي نو دا به هېواد کې نورې بدبختی رامنځته کړي او دعاموخلکو وژنه به لا زیاته شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button