‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟
درنه تاریځي ښار کې سیلابونو تاریخي ځایونو او قبرونو ته زیان اړولی دی
د لیبیا په “درنه” ښار کې ګڼ تمدنونه تېر شوي، چې اوس د تاریخ د پخواني پېر لرغونو ځایونو کوربه دی. درنه د سپین سمندر د ساحل او الاخضر غره د غونډیو لړۍ ترمنځ پروت ښار دی چې د لیبیا د یوې لویې درې په مټ پر دوو برخو وېشل شوی دی.
درنه تر میلاد وړاندې د “هلنستي” پېر پرمهال جوړ شوی او تر میلاد مخکې په ۶۳۱ د یوناني مستعمرې په توګه اباد شوی. بیا د تاریخي مرکز په توګه یو جومات او کنیسه (کلیسا) پکې جوړه شوه چې په دې سره د یوناني، رومي، بیزنټیني او اسلامي کلتورونو او تمدنونو کوربه ښار ګڼل کېږي.
نور ولولئ: د چین تاریخي دیوال سوري کوونکي کسان ونیول شول
بي بي سي وايي، د یونانیانو د واکمنۍ پرمهال، هلته د سقراط د یوه شاګرد په هڅو د فسلفې یو ښوونځی هم جوړ شوی و او د روم د واکمنۍ په وخت کې بیا د یهودانو لویې ډلې ورماتې شوې.
تر میلاد ۷۴ کاله مخکې له درنه نژدې ۶۰ کیلومتره ختیځې خوا کې د رومانیانو یوه مشهوره نښه پاتې شوه او د میلاد تر ۳۶۵ کال د زلزلې تر وخته لویه پلازمېنه ګڼل کېده.
دانیال توپان د درنه لویو تاریخي ځایونو ته سخت زیانونه واړول- (قورینه) یې یو لرغونی ځای دی او یونیسکو د هغو تاریخي ځایونو په نوملړ کې راوستلی چې د ړنګېدو له خطر سره مخامخ دی.
یونیسکو وايي، له لرغونپېژندونکو سره په اړیکه کې دي چې د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ دغه ځای ته اوښتی زیان معلوم کړي.
هلته څه دي؟
اوبو د شحات لرغونې سیمه سره جلا کړې ده
شحات سیمه کې د یوناني ز
یوس لوی معبد هم دی. شمال لوېدیځ ته یې په ډېره تونده دره کې د “اپولو حرم” پروت دی او د ځمکې له زړه نه پکې د خوږو اوبو چینې هم بهېږي، همدا د یونانیانو د مېشتېدنې اصلي ټاټوبی هم ګڼل کېږي.
په دې ځای کې د هلنستي ورزشي لوبو د سالون تاخچې هم شته چې لرغونتوب یې تر میلاد وړاندې دویمې پېړۍ ته رسېږي او ورڅېرمه د روم د ډرامو یو سټیج ډوله ځای دی.
هلته د کاهن جیسون مګنوس کور هم دی چې تر دویمې پېړۍ یا د دریمې پېړۍ تر لومړیو پورې یې لرغونتوب رسېږي او هندسي مزایک پکې موجود دي.
نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي
د اغورا کلي کې بیا د ښېرازۍ د الهې دیمیتر او لور یې یوه لویه ولاړه مجسمه او نورې وړې مجسمې هم دي او د کلي په ارشیف کې یوناني نقاشۍ ساتل شوې دي.
اپولو حرم کې د تراجان حمامونه هم شته، چې د هیپوکوسټ د ځمکني سیستم پاتې شوني پکې له ورایه ښکاري، هلته تر ځمکې لاندې ګرمه هوا چلېدله.
د لیبیا د چارو یوې اړوندې مجلې دې ځای ته د اوښتي زیان جاج اخیستی. ګازیتي پر ایکس (ټویټر) لیکلي: “د توپانونو له راتلو سره، د نا څرګندو لاملونو له کبله له ځمکې نه د اوبو راوتلو دوام وکړ. ښکاري چې دا ککړې اوبه اوس له سوریو راوځي. امکان شته چې سېلابونو دې په سیمه کې د اوبو زېرمو ته زیان اړولی وي”.
د میډل ایسټ ای وېبسایټ د معلوماتو له مخې، سېلابونو د یوناني، رومي او بیزنټي عصر ګڼې مقبرې او قبرونه ورسره وړي یا سېلونو د المنصوره سیمې لاندې درو ته ښکته کړي.
داسې وېره هم شته چې په نورو لرغونځایونو کې به هم زیانونه اوښتي وي، لکه د اپولونیا بندر چې د “سوسة” ښار یوه برخه ده.
په سیمو کې ځینو کسانو “میډل ایسټ ای” ته ویلي چې ځینې اثار سمندر ته ښویول شوي.
د قبرونو ښویېدل
د لیبیا ختیځ درنه ښار کې د صحابه وو د جومات یوه برخه له پاسه ښکاري
د درنه ښار ختیځ کې د صحابه (اصحابو) لوی جومات -چې په ۱۹۷۵ کال کې پرانیستل شو او اوس توپان زیانمن کړی- څنګ ته یوه ځانګړې هدیره ده چې اویا اصحاب پکې خاورو ته سپارل شوي. دا صحابه د افریقا شمال کې د اسلامي فتحې یوه برخه وو او دا هدیره د عثمانیانو د خلافت پرمهال جوړه شوې.
په دوی کې زهیر بن قیس البلوي، ابو منصور الفارسي او عبدالله بن بر القیسي هم.
عمرو بن العاص د اسلامي عصر لومړیو کې د مصر تر فتح کولو وروسته درنه ښار هم فتح کړی و.
خو اوس سېلابونو دغه قبرونه بې ځایه کړي او د دغه ګڼ تمدنه ښار تاریخ ته یې د زرګونه استوګنو خلکو سربېره لوی زیان اړولی دی.