درې غلا شوي انځورونه، چې میلیونونه ډالر ارزښت یې درلود، په ایټالیا کې وموندل شول

درې غلا شوي انځورونه؛ ایټالیايي پولیسو د درېیو مشهورو هنري اثارو د بېرته موندلو خبر ورکړی چې څو میاشتې مخکې د پارما ښار ته نږدې له یوه خصوصي موزیم څخه غلا شوي وو.
پولیس وايي، د فرانسوي مشهورو هنرمندانو پیر اګوست رنوآر، پل سزان او انري ماتیس دغه اثار په یوه اپارتمان کې موندل شوي دي. د درېیو اثارو ګډ ارزښت له ۹ میلیونه یورو، یا شاوخوا ۱۰.۴ میلیونه ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
دا غلا شوي انځورونه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۲مه شپه د ایټالیا د پارما ښار په څنډه کې د Magnani Rocca Foundation له موزیم څخه وړل شوي وو.
درې غلا شوي انځورونه؛ غلا په څو دقیقو کې ترسره شوې وه
د پولیسو له خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري چې څو نقابپوشو کسانو موزیم ته ننوتلي او درې اثار یې له ودانۍ څخه ایستلي دي. د ایټالیايي چارواکو په وینا، ټوله عملیات له درېیو دقیقو کم وخت کې ترسره شوي وو.
غلا شوي اثار د رنوآر «Les Poissons»، د سزان «Tasse et Plat de Cerises» او د ماتیس «Odalisque sur la Terrasse» دي.
د پولیسو د وروستیو معلوماتو له مخې، غلا شوي انځورونه په پارما کې د یوه شکمن کس په استوګنځي کې پیدا شوي او د پېښې په تړاو د مولداوی اتباع تر څېړنې لاندې دي.
درې غلا شوي انځورونه؛ د هنري اثارو د غلا نوې قضیه
د دغو اثارو غلا هغه مهال د هنري نړۍ پام ځانته واړاوه چې غلو د امنیتي سیستمونو له شتون سره سره د موزیم ودانۍ ته ننوتل او په ډېر لنډ وخت کې یې خپل هدف ترسره کړ.
د Magnani Rocca Foundation ټولګه د ایټالیا د هنر له مهمو خصوصي ټولګو څخه ګڼل کېږي. په دغه ټولګه کې د رنوآر، سزان او ماتیس ترڅنګ د دورر، روبنس، وان ډایک، ګویا او مونه په څېر د نورو مشهورو هنرمندانو اثار هم شته. درې غلا شوي انځورونه، چې میلیونونه ډالر ارزښت یې درلود، په ایټالیا کې وموندل شول
د غلا شوي انځورونو بېرته موندل د ایټالیا د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې په اروپا کې د مشهورو هنري اثارو د غلاوو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



