نړیوال خبرونه

دلوړو زدکړو وزارت : ډېر ژر به ټولو پوهنتونو کې د کرونا واکسین محصلینو ته ورکړل شي

دلوړو زدکړو وزارت : ډېر ژر به ټولو پوهنتونو کې د کرونا واکسین محصلینو ته ورکړل شي.د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په ټولو دولتي پوهنتونونو کې محصلین واکسین شي.

په لوړو زده کړو وزارت کې نن د دوشنبې په ورځ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، د نشراتو او عامه اړیکو، د لوړو زده کړو وزارت، د عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون بهیر او د مرکزي پوهنتونونو استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه.دغه ناسته کې په پوهنتونونو کې د واکسیناسیون بهیر په چټکولو خبرې وشوې، چې په لړ کې به یې ټول محصلین تر دوه اونیو واکسین شي.

د روغتیا وزارت د واکسین بهیر سلاکار ډاکټر احمد ناصر واثق ډاډ ورکړی چې دغه وزارت خورا ډیر واکسین لري او کولی شي تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ټول هېواد کې د پوهنتونونو استادان، محصلین او کارکووونکي واکسین کړي.

.jpg

د ناستې پرمهال د روغتیا وزارت استازي زیاته کړه، هغه محصلین چې اوسمهال په ولایتونو کې دي، کولای شي په اړوندو ولایتونو کې واکسین ترلاسه کړي او پاتې نور به مرکز ته تر راستنېدو وروسته واکسین شي.

دا په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د پریکړې بر بنسټ په هغو ولایتونو کې چې د کرونا مثبتو پېښو د اوسط کچه له ۳۵ سلنې ټيټه وي د زمري میاشتې له ۱۶مې نیټې وروسته په حضوري ډول پرانېستل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button