نړیوال خبرونه

دملي احصایې اداره:روان کال به ٥ میلیونه الکترونیکي تزکیرې ووېشل شي

روان کال به ٥ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې ووېشل شي داحصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال تر پایه به څه باندې پنځه میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشل شي.او حلکو ته به لارښوونه وشي چې ټول وګړي دې دا تزکیري واخلي.

د احصایه ادارې مشر جاوید رسولي وایي، چې دوی دمګړی د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري چې له دې ډلې شپږ یې په ایران کې دي.دده په خبره، دوی هڅه کوي چې چارې یې چټکې او شفافې کړي او په دې توګه د روان لمریز کال تر پایه څه باندې پنځو میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي.نوموړي همدا راز ویلي چې له دې وروسته د پخوانیو پېژندپاڼو د تایید خدمات هم له منځه وړي،

ځکه په خبره یې، کومې پېژندپاڼې چې ددغه ادارې له لوري صادرې شوې د باور وړ دي او ادارات یې باید قبول کړي.خو په دې اړه خلک شکایت کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو پروسه ځنډنۍ ده او تر دریو میاشتو پورې خلک تذکرې نه شي اخیستلای.برېښنايي تذکرې د ملي هویت سند د نړۍوال اعتبار، جرمونو مخنیوي، ټاکنو شفافیت او ګڼو نورو برخو کې ډېرې ګټې لري.

او په کومک به یې هېواد حداقل یو څه له نړۍوالو معیارونو سره برابر شي.دې نه مښکې په برېښنايي تذکرو کې د مور د نوم ذکر کول پر سر ناندرۍ وې چې د عامو خلکو ګڼ غبرګونونه یې راپارولي وو او داسې انګېرل کېدله چې پښتانه د مور د نوم له ذکر کولو سره حساسیت لري او په دې سره به له برېښنايي تذکرو ډډه وکړي.

روان کال به ٥ میلیونه الکترونیکي تزکیرې ووېشل شي
روان کال به ٥ میلیونه الکترونیکي تزکیرې ووېشل شي

نو په اقلیت به حساب شي، خو له نېکه مرغه وروسته بېرته دغه چاره اختیاري شوه او یوازې په ډېټابېس کې د مور نوم ذکر کول اړین شول.هېره دې نه وي چې د برېښنای تزکرو د ورکړی لړی د ډېر وخت راهیسې شروع شوي دي.عام وګړي په خپلو منتقو کې ورزي او اخلي ېې. په کابل کې هم دا لړی شروع ده او ډېرو اعلی چارواکو هم واخیستې.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button