نړیوال خبرونه

دپېښور په کمپونو کې افغان مهاجرین خپل ژوندڅنګه تېروي؟

اقغانستان کې چې کله د روس او مجاهدینو تر مابین جګړه پیل شوه نو ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته مهاجر شو او هلته مېشت شو یو شمېر افغانان یو څه موده وراندې وطن ته ستانه شو خو دوه ميلیونه افغانان لا هم دغه ملک کې مېشت دي او ژوند کوي،

يو څه وخت وراندې پاکستان کې افغانان ډېر زورېدل خو کله نه چې د عمران خان حکومت راغلۍ دۍ افغانان نه زورول کيږي، لکه څنګه مونږاو تاسو ته معلومه ده چې د افغانانو زیات شمېر مهاجر په پېښور کې اوسيږي نو د پېښور د یو کيمپ نه د افغانستان مزار شریف عبدالخلیل خپله قیصه څه داسې کو ي

هغه وايي چې پنځلس کلن ماشوم ؤ چې څلویښت کاله وړاندې پېښور کې په چارسده روډ د خزانې خراسان دکډوالو کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ په کډوالۍ مجبوره شو.هغه دلته د قالین جوړولو هنر زده کړو او هم له دغې لارې به یې ژوند تیرولو. خو اوس نوموړی ډیوه ته وایي د تیرو پنځو کالو راهسې د قالین کار کم شوی دی.”مخکې لږ ښه ؤ اوس بس پنځه کاله تقریباً کیږي د قالین کار لږ خراب شوی دی او بیا ژوند لږ سخت روان دی. ټول کور والا د قالین کار کوي ماشومان هم کار کوي خپله هم کار کوم”

نوموړۍ وايي مخکې به مې د کور کرایه او دبرق بل په وخت ورکولو خو اوس د بې روزګارۍ له امله بریښنا رانه قطع کړل شوې ده او د کور مالک هم وایي که کرایه دې رانکړه نو کور راته خالي کړه.هغه زیاتوي د کور ټول لویو او ماشومانو به په یو قالین تر دریوؤ میاشتو په ګډه کار کولو او بیا به د هغې دومره ګټه تر لاسه شوه چې ژوند به په ارام تیریدو ځکه چې نورې د ژوند اسانتیاوې تر یو حده د نړیوالو مرستندویه ادارو نه تر لاسه کیدې.

خو بل کډوال د افغانستان د فاریاب اوسیدونکی عبیدالله چې دیرش کاله اګاهو هم دغې خراسان کیمپ ته په کډه راغلی ، وایي مخکې به د صحت څانګه کې پوره مرستې کیدې خو اوس چې زما کورنۍ کې څوک ناجوړه شي نو مجبوره یم چې شخصي کلینک نه استفاده وکړم.مخکې چې کیدل هغه اوس نیشته، هر چاته معلومه ده او مخکې چې صحت دپاره دوایانې راتلې یا بل څیز راتلو اوس هغه څیزونه نه هسپتالونو کې شته نه بل ځایې کې شته. نن سبا دا حالات او مشکلات دي”هغه وایي اکثره وختونو کې د ډاکټرانو د فیسونو ورکولو توان نه لري نو د کورني علاج نه ګټه پورته کوي.

دغه راز د کیمپ کډوال د تعلیم څانګه کې هم ګیله من دي او عبدالخلیل وايي دلته تر پنځم ټولګي مکتب شته خو د وړاندې تعلیم لګښتونه برابرول دهغوئ د وس نه بهر ده.دنوموړي په وینا “سکولونه دلته نیشته بس دیني سبق وایو دلته جوماتونو کې، هسې سکول ته خاص فیس نشو ورکولی، هغوي څلور زره پنځه زره فیسونه غواړي، هغې نه لږ پاتې یو”وایي یا خو ماشومان مدرسو کې داخل کړو او یا یې په روزګار ولګوو او صرف هاغه کډوال د پنځم ټولګي نه مخکې تعلیم اخستی شي د کومو چې اقتصاد قوي وي خو داسې کډوال دلته ډیر کم دي.

دکډوال عبیدالله نه چې پوښتنه وشوه هر کله چې دلته ژوند دومره سخت دی نو دوئ افغانستان ته ولې نه ستنیږي نو وئ ویل زمونږه خپل وطن کې دومره بلدیت نیشته ولې چې مونږه وړوکوالي کې دلته راغلي یو، تقریباً اتلس کاله یا دولس کاله عمر کې راغلي یو، اوس مونږ ته د هغې څه پته ده چې هغه ژوند څنګه دی. مونږ دلته اموخته شوي یو دلته آباد شوي یو”

د افغانستان دولت باید په پاکستان کې افغان مهاجرینو ته خاص پاملرنه وکړي څکه زیات شمېر افغانان په ستونزو کې دي او په پاکستان کې ستونزمند ژوند تېروي افغان حکومت یا ورته املته د کار زمینه برابره کړي او یا هم په باید دغه کډوال خپل وطن ته په عزت سره زاستانه کړي ترڅو دويي خپل وطن کې په عزت سره ژوند پیل کړي او یو کار زوزګار هم ورته برابر شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button