Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

دېبرا لاینز: نه غواړو چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری کړو

د بانکي سیسټم کمزوری کول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې وايي چې ملګري ملتونه او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری شي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

د بانکي نظام پیاوړتیا، افغانستان ته د مرستو برابرول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې او له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د کتنې مهم مسایل وو. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ژمنه کړې چې په افغانستان کې د اقتصاد او خصوصي سکټور د پراختیا لپاره به کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وویل:«مېرمن لاینز الماتا ته د خپل سفر په هکله د بهرنیو چارو وزیر ته څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې خصوصي سکتور کمزوری شي. مېرمن لاینز همدارنګه ډاډ ورکړ چې خنډونه به د خبرو اترو له لارې حل شي.»

 نور یی ولوله | اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله رپوټونه رد کړل

سوداګر د خامو موادو د اخیستلو توان نه لري

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې سوداګر د بانکي ستونزو له امله له نورو هېوادونو نه اومه (خام) توکي نه شي پېرلی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیر الدین مایل وویل:«یوازینۍ ستونزه چې د افغانستان د خلکو او خصوصي سکټور په وړاندې ده د خصوصي او دولتي بانکونو غیر فعال والی دی.»

د هیواد په بانک باندې بندیز

بل لورته د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي که د هېواد له بانکونو محدودیتونه لېرې نه شي، ښايي په افغانستان کې بانکي نظام له جدي ستونزو سره مخ شي. د اقتصادي چارو شنونکی روح الله احمدزی څرګندوي:«نړۍوالې ټولنې هغه بندیزونه یې چې د طالبانو پر حکومت او د افغانستان پر بانکو وضع کړي دي د افغانستان اقتصادي وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.

د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په اند د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته بانکونو کې د خلکو د شتمنیو او پیسو د اېښودو کچه را ټیټه شوې او د سوداګرو په ګډون ډېری کسان له دولتي او خصوصي بانکونو څخه بهر ته د خپلو پیسو د ایستلو په هڅه کې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button