د اروپايي ټولنې تازه مرستې؛ اروپايي ټولنې او ایسلنډ له افغانستان سره نوې بشري مرستې اعلان کړې

د اروپايي ټولنې تازه مرستې؛ اروپايي ټولنې د افغانستان په سېلابځپلو سیمو کې د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۰ زره یورو نوې مرسته ځانګړې کړې ده. د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې ویلي، دا بودجه به د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې هغو کورنیو ته ورسېږي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.
د چارواکو په وینا، وروستیو طبیعي پېښو د هېواد په ګڼو سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د بشري مرستو اړتیاوې یې لا پسې زیاتې کړې دي. اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دا مرسته د طبیعي پېښو د بېړني غبرګون له ځانګړې بودجې څخه ورکول کېږي. د اروپايي ټولنې تازه مرستې
د اروپايي ټولنې تازه مرستې د روان کال د مرستو دوام دی
دا لومړی ځل نه دی چې اروپايي ټولنه له سېلابځپلو افغانانو سره مرسته کوي. دې ټولنې د روان کال د اپرېل په میاشت کې هم د سېلابونو له امله اغېزمنو شویو خلکو ته ۱۷۵ زره یورو ځانګړې کړې وې.د اروپايي ټولنې تازه مرستې
شنونکي باور لري چې که څه هم دا مرستې د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، خو د بېړنیو بشري اړتیاوو په کمولو کې مهم رول لوبولی شي، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې طبیعي پېښو د خلکو د ژوند بنسټونه زیانمن کړي دي.
ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۴۰۲ زره ډالر ورکړل
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ایسلنډ د افغانستان بشري صندوق ته ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرونې، چې شاوخوا ۴۰۲ زره امریکايي ډالر کېږي، ورکړي دي.
اوچا ویلي، دغه مالي مرسته به د هغو بشري بنسټونو له فعالیتونو ملاتړ وکړي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بحرانځپلو او اړمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره کوي.
یادې ادارې د ایسلنډ له مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا مالي ملاتړ به بشري شریکانو ته زمینه برابره کړي څو د اړتیا وړ سیمو خلکو ته خوراکي، روغتیايي او نورې عاجلې مرستې ورسوي.
د بودجې کمښت لا هم ستره ننګونه ده
د اروپايي ټولنې تازه مرستې او د ایسلنډ مالي ملاتړ په داسې حال کې اعلانېږي چې نړیوالې بشري ادارې په افغانستان کې د بودجې له جدي کمښت څخه خبرداری ورکوي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د مې میاشتې تر پایه یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه اړینه بودجه ترلاسه شوې ده.
بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې که نړیوال تمویل زیات نه شي، میلیونونه افغانان به د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو حیاتي مرستو له کمښت سره مخ شي.
افغانستان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري
کارپوهان وایي، د افغانستان اقتصادي ستونزې، طبیعي پېښې، وچکالۍ او د خلکو د ژوند سخت شرایط د دې لامل شوي چې د بشري مرستو اړتیا لا هم په لوړه کچه پاتې شي. د هغوی په باور، د اروپايي ټولنې تازه مرستې او د ایسلنډ نوې مالي مرسته د اړتیاوو د بشپړ حل لپاره کافي نه دي، خو کولی شي د زرګونو اړمنو کورنیو د لنډمهاله ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.
د بشري ادارو په وینا، د افغانستان وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې دوامدارې پاملرنې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري، څو زیانمنې کورنۍ له لا ډېرو بشري ستونزو سره مخ نه شي.



