د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه؛ عبدالحق وثیق ابوظبۍ ته تللی شي

د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ورکړې ده. عبدالحق وثیق ته د درملنې لپاره ابوظبۍ ته د موقت سفر معافیت منظور شوی او نوموړی به دغه هېواد ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د حکومت د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق ته متحده عربي اماراتو ته د سفر موقتي معافیت ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ، وثیق ته اجازه ورکړل شوې چې د درملنې لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته سفر وکړي.
د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه په داسې حال کې ورکړل شوې چې نوموړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.
د دغه نوملړ له مخې، عبدالحق وثیق له افغانستانه بهر د سفر له محدودیت سره مخ دی او د بهرني سفر لپاره د بندیزونو کمېټې ځانګړې منظورۍ ته اړتیا لري.
د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه؛ د معافیت موده څومره ده؟
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې دغه معافیت د تلې میاشتې په ۲۷مه تصویب کړی دی.
د معافیت له مخې، عبدالحق وثیق ته اجازه ورکړل شوې چې د تلې له ۲۸مې د لړم تر ۱۲مې د درملنې لپاره په ابوظبۍ کې پاتې شي.
دغه اجازه موقتي ده او یوازې د ټاکلې مودې او مشخص سفر لپاره اعتبار لري.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د مقرراتو له مخې، په نوملړ کې شامل کسان کولای شي د ځانګړو اړتیاوو، په ګډون د بشري او طبي دلایلو، لپاره د سفر د بندیز د معافیت غوښتنه وکړي.
د طالبانو پر مشرانو د ملګرو ملتونو بندیزونه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو یو شمېر مشران او پخواني چارواکي شامل دي.
پر دغو کسانو درې ډوله محدودیتونه لګېدلي دي: د شتمنیو کنګل کېدل، پر بهرنیو سفرونو بندیز او د وسلو بندیز.
عبدالحق وثیق هم په دغه نوملړ کې شامل دی. د ملګرو ملتونو د رسمي معلوماتو له مخې، د نوموړي نوم د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په ۳۱مه د بندیزونو په نوملړ کې ثبت شوی و.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه کولای شي د ځانګړو شرایطو له مخې د سفر موقتي معافیتونه تصویب کړي.
د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه د همدې استثنايي کړنلارې له مخې ورکړل شوې ده، خو دا پرېکړه د نوموړي له نوم څخه د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدو معنا نه لري.
له دې وړاندې د پرځېدلي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې وه، چې ددې سازمان له بندیزونو سره، سره سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق ازادانه سفرونه کوي.
د استخباراتو رئیس ته د سفر اجازه



