نړیوال خبرونه

د اسراییل او حماس تازه هوکړه؛ غزې او د اسرائیلو برمته شوو ته به مرسې ورسېږي

د اسراییلو او حماس تر منځ د قطر په هلو ځلو دغه هوکړه شوې ده، خو معلومه به شي چې څومره دوام کوي

قطري چارواکي وايي، د اسرائیل او حماس تر منځ د شوې له مخې به نن غزې او د اسرائیلو برمته شویو کسانو ته مرستې ورسول شي.

دوی وايي، د دغه هېواد او فرانسې په منځګړیتوب د شوې هوکړې له مخې به د حماس له خوا یرغمل شویو اسرائیلیانو ته درمل ورسول شي. په بدل کې به یې اسرائیل اجازه ورکړي، چې نور اړین توکي غزې ته ورلېږدول شي.

په غزه کې د حالت ترینګوالی

سره له دې چې حماس سره لا هم ګڼ یرغمل اسرائیلیان شته، امریکا وايي هیله لري چې نوې خبرې به د نورو یرغمل کسانو د ازادېدو لامل شي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی قطر ته تللی چې د یوې داسې هوکړې پر شونتیا خبرې وکړي. نوموړي ویلي چې بحثونه “ډېر جدي” وو. “مونږ هیله لرو چې، یوې پایلې ته ورسېږي او ډېر ژر یوې پایلې ته ورسېږي.”

غزې ته به مرستې ورسېږي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري له دې وړاندې د مرستو د رسولو په اړه د شوې هوکړې اعلان کړی و.

مرستې به بیا غزې ته لېږدول کېږي چې پر عامو خلکو او د اسرائیلو پر یرغملو وویشل شي.

د رپوټونو له مخې، لا هم له ۱۳۲ ډېر یرغمل کسان په غزه کې دي. د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي وو. په دغه برید کې شاوخو ۱۳۰۰ کسان چې ډېر یې ملکي وګړي و ووژل شول.

په نومبر میاشت کې د اوربند په پای کې د اسرائیلي یرغمل کسانو کورنیو د اسرائیلو د جګړې کابیني ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي و، ډېر برمته شوي کسان طبي مرستو ته اړتیا لري او ځینې خو یې په سملاسي ډول خطر سره مخ دي.

gaza

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ ویلي و، د اسرائیلو د ملي استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا برمته شویو ته د درملو د رسولو د هوکړې په تړاو قطر سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي نتنیاهو پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “له ټولو هغو کسانو مننه چې په دې مهمه هڅه کې یې مرسته کړې.”

پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته دغه هېواد پر غزې درنې بمبارۍ پیل کړې. د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې بریدونو کې تر اوسه له ۲۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button