نړیوال خبرونه

د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

پر غزه اسراییل پرله‌پسې هوايي بمبارۍ کوي چې هلته یې بشري زیان اړولی دی

پر اسراییلو د حماس ډلې تر برید وروسته د اسراییلو هوايي ځواک پر غزه بمبارۍ کوي او تر اوسه یې لا دوام ورکړی دی.

دوی همدا راز دا تړانګه په بشپړ کلابنده کړې، او اجازه نه ورکوي چې ان بشري مرستې، خوراکي توکي او درمل ور انتقال شي.

نور ولولئ: له سوریې پر اسراییلو توغندیز بریدونه

اسرائیلي ځواکونه د دې لپاره پر غزې ورټول دي، چې هلته ځمکني عملیات پیل کړي.

اسرائیل وایي بریدونو ته به تر هغې دوام ورکړي،‌ چې حماس یې په بشپړ ډول له پښو نه وي غورځولی.

غزه کې د بي‌بي‌سي خبریال وايي، دغلته روان بریدونه دومره ځواکمن دي چې ده یې په تېرو شلو کلونو کې ساری نه دی لیدلی.

فلسطینیانو ته اوښتي مرګ ژوبله

د فلسطین روغتیا وزارت د فېسبوک په وروستي پیغام کې لیکلي، چې په غزه کې تر اوسه له ۹۵۰ ډېر کسان وژل شوي چې نږدې نیم یې ښځې او ماشومان دي.

دغه وزارت د څلور نیم زره کسانو د ټپي کېدو هم ویلي دي.

پر دې سربېره په لویدیزه غاړه کې هم د ۲۱ فلسطینیانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.

حماس منلې چې د غزې په هوایي بریدونو کې د دوی دوه چارواکي هم وژل شوي.

نور ولولئ: د اسراییل او فلسطین جګړه؛ له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

د ‘زکریا ابو معمر’ او ‘جواد ابو شمال’ په اړه ویل شوي چې د حماس د سیاسي بیرو غړي وو.

دوی سې‌شنبه سهار وختي ‘خان یونس’ کې په یوه برید کې وژل شوي.

غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان یوې مدیرې جنیفر اسټن ویلي، په دې تراړه کې د دوی لخوا ۸۸ اداره کېدونکي ښوونځي د بې‌ځایه شویو خلکو په بیړنیو پنډغالو اوښتي دي.‌

د فلسطینیانو بې سرپناه کېدل

هغې زیاته کړې “۱۷۷ زره کسانو موږ ته پناه راوړې” او دا چې دغلته ورغلي کسان یوازې ۱۲ ورځو لپاره خواړه او اوبه لري.

یوه فلسطیني-بریتانوي ډاکتر چې له لسیزو راهیسې د غزې له ټولو لوی او مشهور روغتون الشفاء کې خلکو ته خدمات رسوي، بي بي‌ سي ته ویلي چې د دې سیمې روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په درشل ولاړ دی.

ډاکتر غسان ابو ستاح ویلي چې د غزې روغتیايي سیستم همدا اوس په ګونډو دی.

نوموړی وایي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې له ۳۰۰۰ ډېر ټپيان وروړل شوي او که د درملو او مرستندویه توکو ورلېږدېدو لپاره بشر دوستانه دهلیز پراننیستل شي، غزه به دوام ونه کړي.

دی وایي “خلک په خپلو کورونو کې ټپي کېږی. نږدې ۳۰ تر ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. په جګړه کې معمولآ هڅه کېږي چې ټپيان ژر رخصت شي چې نورو ټپیانو ته ځای وموندل شي. خو روغتون ته چې اکثرآ کسان راوړل کېږي، کورونه یې ویجاړ شوي، سړکونو ته یې نشوو ایستلی.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button