نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو له امله بدې اقتصادي اغېزې

د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې ځنډ

د اقتصاد وزارت وايي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی. 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، چې دغه مسله د هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو لامل شوې ده. ښاغلي نظري وویل:«د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی دی، بلکې د سیمې اقتصاد ته یې هم زیان رسولی دی. د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال پیمان سخي هم وايي:«د نړۍ له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ، زموږ خصوصي سکټور له نړۍ سره ډېرې ستونزې لري په راکړه ورکړه او همدارنګه د پیسو په لېږد کې او زموږ خلک هم له دې اړخه زیان لیدلی دی.

نور یی ولوله | د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د مسک عینک پروژې لپاره ۲۰۰ زره نوي کسان ګمارو

نور یی ولوله | د محرم پرته سفر باندې پابندي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادولو حقونو ته ژمن دی. دی له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو لورو په ګټه ګڼي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د رسمیت پېژندلو موضوع هغه موضوع ده چې د ټولو لورو ګټه په کې ده، لکه څرنګه چې افغانستان اړتیا لري د نړۍ له هېوادونو سره ډپيلوماټيکې، رسمي او څرګندې اړیکې ولري، د نړۍ هېوادونو په ګټه به هم وي چې له افغانستان سره ښې او رسمي اړیکې ولري.
اخوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي د نجونو د ښوونځيو پرانیستل، د ټولګډونه حکومت جوړېدل، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو کلي ګڼي. د ملي پيوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي، بشري حقونه دې مراعات کړي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي، ښځو ته دې ډېره ازادي ورکړي، د کار لپاره یې اجازه ورکړي او بالاخره کار اهل کار ته وسپاري. بل خوا کابل د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي


مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button