نړیوال خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

سبا به اسلام‌اباد د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو کنفرانس د سازمان د یوې بلې غونډې کوربه وي.د اسلامي همکاریو کنفرانس سازمان یا «او ای سي» په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به په ۴۸مه غونډه کې چې د مارچ له ۲۲مې تر۲۳مې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې جوړېږي، د افغانستان پر روان وضعیت او په دې هېواد کې د دې سازمان د هڅو د پراختیا پر موضوع خبرې وکړي.

«او ای سي» دا غونډه د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر فوق‌العاده غونډې وروسته دوهمه مهمه غونډه بللې او ویلي یې دي چې د دې سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په ځلونو د افغانستان له خلکو سره د پیوستون څرګندولو ترڅنګ پر هغې ژمنې چې د دې سازمان غړي دولتونه به له دې هېواد سره سولې، ثبات او پرمختګ ته په رسېدو کې مرسته کوي، ټينګار کړی دی. د اعلامیې له مخې نوموړي دغه راز له غړو هېوادونو، اسلامي مالي مؤسسو او شریکانو غوښتي چې په دې هېواد کې د اړو خلکو لپاره بشري مرستې ګړندۍ کړي.

د تېر۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د دې سازمان په فوق‌العاده غونډه کې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ دغه‌راز پرېکړه شوې وه چې دا سازمان به له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو وجهي صندوق جوړوي او د دې هېواد لپاره به ځانګړی استازی ټاکي. د دغې پرېکړې له مخې د دې سازمان د بشري، کلتوري او د کورنیو چارو مرستیال طارق بخیت د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان څخه هم کتنه کړې ده.

نور یی ولوله | انګلستان ښځینه لوبډلې کوربه نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړه

د اسلامي همکاریو سازمان دغه راز په کابل کې دفتر هم پرانیستی، خو دا سازمان تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو وجهي صندوق فعاله کړي. دې موضوع ته دوه اوونۍ مخکې د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت پاکستان او افغانستان ته د سفر په مهال هم اشاره وکړه او د دې سازمان غړي هېوادونه‌یې وهڅول چې په اوس وخت چې په ملیونونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، ژر تر ژره دغه وجهي صندوق فعاله کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې دا غونډه له دې پلوه مهمه وبلله چې د ده خبره په اوس وخت کې زموږ په سلګونو زره افغان وروڼه او خویندې، له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دي.

په عین حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د غونډې په درشل کې په یوه مقاله کې ویلي چې د اسلامي نړۍ هېوادونه باید په ګډه په افغانستان کې د بشري ناورین او د دې هېواد د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. عمران خان یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی، هغه حکومت سره چې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی. په دې اړه مو چې ایا د طالبانو حکومت به هم کوم پلاوی دې غونډې ته واستوي کنه، د طالب ویاندویانو څخه د ځواب اخیستو هڅه وکړه، خو څوک خبرو ته حاضر نه ‌شول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button