نړیوال خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان: “د افغانستان په اړه به غونډه راوغواړو”

د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې په ګامبیا کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي.

طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.

د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه

د اسلامي همکاریو سازمان په افریقایي هېواد ګامبیا کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) نیټه وویل، چې د افغانستان وضعیت به د دې ناستې له لومړیتونو څخه وي.

organization of islamic1
د اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې ددغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت هم برخه اخلي.

د خبرپاڼې له مخې، طارق علي بخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

نور ولولئ: کابل کې د اسلامي همکاریو سزمان دفتر رسماً پرانیستل شو

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې نوموړي له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان پر ژمنو او له طالب چارواکو سره پر رغنده خبرو ټینګار کړی دی.

په کامرون کې بله غونډه

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا) تر نامه لاندې بله غونډه په کامرون کې جوړه شي.

organization of islamic2
د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې ګډونوالو ګډ انځور

د دې غونډې د ترسره کېدو د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه. د ملګرو ملتو سرمنشي په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د دغه سازمان غونډې ګټورې وې.

د اسلامي همکاریو سازمان په تېره لیندۍ میاشت د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په شتون کې د بشري مرستو او د کډوالو، ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

اخوا طالبان بیا وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ دی، خو بل لورته دوی د افغان ملت او نړیوالو مشروعیت نه لري.

د یادونې وړ ده چې طالبان شاوخوا په دوو کلونو کې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button