اړوند خبرونه:
عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم
عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی
د عمران خان او نورو پښتنو تر څنګ د پاکستان یوې محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم صادر کړی دی
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلاماباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د پخواني اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور د نیولو امر صادر کړی دی.
د اسلام اباد محاکمو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو پښتنو لیډرانو چې تل یې د پاکستان د ملاتړ او خدمت نارې وهلي، نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې نن (سېشنبه) راپور ورکړی چې د علي امین ګنډاپور د نیولو امر محکمې ته د هغه د نهحاضرېدو له امله صادر شوی دی.
د اسلام اباد یوه محکمه: عمران خان او د هغه ښځه د توشه خانې په قضیه کې تورن دي
د معلوماتو له مخې چې د خیبر پښتونخوا پر پخواني اعلی وزیر تور پورې شوی چې په ۲۰۱۶ کال د هغه په موټر کې وسلې او الکولي مشروبات کشف شوي دي.
دا حکم داسې مهال صادرېږي چې وړمه ورځ د پاکستان ترهګرۍ ضد یوې محکمې د PTM د مشر، منظوراحمد پښتین د نیولو حکم هم ورکړی دی.
څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د ممنوعه یا بند شویو خوځښتونو په لېست کې شامل کړ او د غورځنګ پر فعالیتونو یې محدودیتونه هم ولګول.
شنونکي وايي، پاکستانی ریاست تر وخت زیات تر فشارونو لاندې دی او اوس غواړي چې خپل سیاسي مخالفین تر فشارونو لاندې راولي او ویې نیسي.