لوبې خبرونه

د اسټرالیا او پاکستان ټیسټ لوبه؛ اسټرالیا دغه سریز خپل کړ

د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د ۳ ټیسټ لوبو وروستی سریز د اسټرالیا لوبډلې په خپل نوم کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په ټیسټ لوبه کې له اسټرالیا څخه داسې مهال ماته وخوړه چې د پاکستان ټیم په ۲۰۲۳ کال کې د کرکټ په برخه کې ښې لاسته راوړنې نه درلودې.

د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د دریو ټسټ لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم کړه.

دا سریز چېرته ترسره شو؟

دا لوبه چې د اسټرالیا په سېډني کې کېده، پاکستان کوربنې لوبډلې ته په څلورمه ورځ د۱۳۰ کمو منډو هدف ورکړی و چې اسټرالیا د دوه لوبغاړو په زیان په اسانۍ سره پوره کړ.

له دې مخکې پاکستان لومړۍ ټېسټ لوبه چې په مېلبرن کې وشوه د ۷۹ منډو او لومړۍ هغه چې د اسټرالیا په پرت ښار کې وه د ۳۶۰ منډو په لوی توپېر ماتې منلې وې.

a and p3

پاکستان له اسټرالیا سره دغو لوبو مخکې لوبډله او د کرېکټ بورډ ډيری چارواکي بدل کړل او د لوبو مخکې یې نوې لوبډلمشر شان مسعود په اسټرالیا کې اسټرالیا ته د ماتې ورکولو هوډ څرګند کړی و خو یوه بل پسې لوی توپیر ماتو د پاکستان په لوبډله په کور د ننه نیوکې ډېرې کړې دي.

۲۵ کلونو کې د پاکستان ناکامي

پاکستان په تېرو ۲۵ کالونو کې په اسټرالیا کې له اسټرالیا کومه ټسټ لوبه نه ده ګټلې. د معلوماتو له مخې پاکستان او اسټرالیا له ۱۹۹۹ کال راهیسې د اسټرالیا په کوربه توب د ټسټ لږ تر لږه شپږ لوبلړۍ کړي چې ټولې یې اسټرالیا ګټلې.

اسټرالیا په دغو ټولو لوبلړیو کې پاکستان ته ۳-۰ ماتې ورکړې خو په ۲۰۱۹م کال کې د دوی دواړو تر منځ د دوه ټسټ لوبو لوبلړۍ وه چې هغه هم اسټرالیا ۲-۰ ګټلې وه.

نور ولولئ: کرکټ؛ د افغانستان تنکیو زلمیو نیپال ته ماته ورکړه

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

نور ولولئ: کرکټ؛ افغان لوبډلې له اماراتو ۲۰اوریز سریز په خپل نوم کړ

د وارنر استعفا

له پاکستان سره له دې بریالۍ لوبلړۍ وروسته د کرېکټ یوه مشهور اسټرالیايي لوبغاړي ډېوېډ وارنر له ټسټ سیالیو تقاعد اعلان کړ.

a and p2
د اسټرالیا لوبډله له ګټلي جام سره بریا لمانځي

هغه د اسټرالیا لپاره ۱۱۲ ټسټ لوبې کړې او نږدې ۹ زره ارزښتناکه منډې یې جوړې کړې.

د نومړي په لوبیز ژوند کې ۲۶ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

ډېوېډ وارنر له پاکستان سره په دغو سیالیو کې هم نږدې ۳۰۰ منډې جوړې کړې خو نن یې پخپل کورني لوبغالي کې د اسټرالیا دغې بریا وروسته له یو ورځنیو او ټسټ لوبو سره خدای پاماني وکړه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان ټیم ۲۰۲۳ کال ۵۰اوریز کرکټ نړیوال جام کې افغان کرکټ ملي لوبډلې هم مات کړ چې سخت نړیوال غبرګونونه ورسره مله وو.

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button