اقتصاد او سوداګري

د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

د اشرف غني اقتصادي طرحو افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین ته مه کړی دی

تازه د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر طالبانو ته ویلې چې له همګټو هېوادونو سره د افغانستان له یوځای کېدو ملاتړ کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د قرغیزستان د اقتصاد د وزیر امان ګلدیف دانیار په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

طالبان غواړي پخوانۍ بهرنۍ پوځي اډې په ځانګړي اقتصادي زونونو بدلې کړي

دغه وزارت پنجشنبه د سلواغې پر ۵مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د دانیار په حواله لیکلي چې قرغیزستان له همګټو هېوادونو سره د افغانستان له یوځای کېدو ملاتړ کوي.

د اوزبکستان له لارې د افغانستان نښلول

اشرف غني پلان درلود چې افغانستان د ازبکستان له لارې له قرغزستان او نورو هېوادونو سره ونښولي چې اوس هماغه طرحه ددغه هېواد د اقتصاد وزیر طالبانو ته وړاندې کړي ده.

2

دانیار د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان کولای شي د اوزبیکستان له لارې له دغه هېواد سره ونښلول شي.

نور ولولئ:  افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نوموړي زیاته کړې: «قرغیزستان د همګټو هېوادونو غړی دی چې دا هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې تر ډېره یو ډول ستندرد لري او موږ په دې مارکېټ کې د افغانستان له یوځای کېدو ملاتړ کوو.»

په دې ناسته کې عزیزي ادعا کړې چې دوی د منځنۍ اسیا له هېوادونه سره نږدې یو میلیارډ ډالر راکړه ورکړه لري.

کار پوهان او د اشرف غني اقتصادي نظریې

عزیزي زیاته کړې: «افغانستان په لږ لګښت د قرغیزستان له لارې له چین سره د ترانزیت غوښتونکی دی او اوسمهال د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور هم حضور لري او موږ د افغانستان له خصوصي سکټور څخه پوره ملاتړ کوو.»

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې قرغیزستاني پلاوي په راکړه ورکړه کې د اسانتیا په موخه د ګډې تماس ډلې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

اکثره کارپوهان په دې نظر دي چې طالبان هماغه د پخواني ولسمشر اشرف غني طرحې عملي کوي او په هماغه تګلارو روان دي.

مختلط اقتصادي نظام څه ته وايي او ولې غوره اقتصادي نظام دی؟

طالبان که څه هم په جوته توګه دا نه مني، خو دوی نوي څه نه لري بلکې ټولې طرحې، برنامې او قوانین د جمهوریت له مهال دی او دوی پر هماغه مخکې ځي.

ولسمشر غني ویل چې افغانستان باید په اقتصادي څلور لارې بدل شي او د پاکستان له لارو پر اقتصاد او سوداګرۍ تکیه کول راکمه کړل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button