سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ څلورمه یو ورځینۍ سیالي نن ترسره کېږي

د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبه د پنځه‌لوبیزې یو ورځینۍ لړۍ په څلورمه سیالۍ کې سره مخامخ شي

د افغانستان او ایرلنډ لوبه د ایرلنډ په کوربه‌توب د بلفاسټ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي.

د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ افغانستان په لړۍ کې مخکې دی

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده. افغانستان په دویمه لوبه کې ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان په درېیمه لوبه کې هم ښه لوبه وکړه او ایرلنډ یې په درېیو ویکټو مات کړ. په دې سره افغان لوبډله د پنځه‌لوبیزې لړۍ په روانو سیالیو کې دوه بریاوې لري.

د درېیمې لوبې په بریا کې د افغان لوبغاړو توپ‌وهنې او توپ‌اچونې دواړو مهم رول ولوباوه. افغان لوبډلې د ایرلنډ ورکړل شوی هدف د اوو ویکټو په له لاسه ورکولو ترلاسه کړ.

د افغانستان لپاره مهمه څلورمه لوبه

افغانستان هڅه کوي چې د د افغانستان او ایرلنډ لوبه هم وګټي او په دې سره د لړۍ په پاتې سیالیو کې خپل برلاسی لا پیاوړی کړي.

د ایرلنډ لوبډله بیا په کورني میدان کې هڅه کوي خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړي او د لړۍ په وروستیو لوبو کې د بېرته راګرځېدو چانس وساتي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو دا لړۍ د افغانستان لپاره یوازې د بریاوو له پلوه مهمه نه ده، بلکې د راتلونکو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې د چمتووالي ښه فرصت هم بلل کېږي.

افغانستان به په نننۍ لوبه کې پر خپلې توپ‌وهنې، د منځني اورونو کنټرول او د راشد خان په ګډون د توپ‌اچوونکو پر فعالیت تکیه وکړي.

د لړۍ له اوسني وضعیت سره سم، افغانستان دوه بریاوې لري، یوه لوبه بې پایلې شوې او ایرلنډ لا تر اوسه بریا نه ده ترلاسه کړې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button