لوبې خبرونه

د افغانستان او بنګله‌دېش نننۍ لوبه؛ افغان لوبغاړي بټینګ کوي

افغان لوبډلمشر د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه

د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو او د سر درې لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې یوازې ۱۴ منډې یې جوړې کړې وې.

په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون ښکاري. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی.

د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي دي.

نن د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دریمه او وروستۍ سیالي کېږي.‌

دا لوبې په بنګله دیش کې کېږي

دا لوبلړۍ،‌ چې د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد په دویم ستر ښار چټوګرام کې کېږي، وار له مخه افغانستان دوه – صفر ګټلې ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، چې د باران له کبله بشپړه نه شوه، بنګله دېش ته د ‘ډي اېل اېس’ مېتود له مخې په ۱۷ او دویمه لوبه کې په ۱۴۲ منډو نسبتآ ستره ماته ورکړه.‌

په تېره لوبه کې افغانستان لپاره د پیل توپوهونکو رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ۲۵۶ منډو اوږدې ملګرتیا ریکارډ جوړ کړ او واړو سلیزې وکړې.‌

له یو ورځنۍ لوې وروسته شل اوریزې هم کېږي

افغانستان او بنګله دېش تر دې یو ورځنۍ لوبلړۍ وروسته دوه شل اوریزې سیالۍ هم کوي، چې لومړۍ یې د روانې جولای میاشتې پر ۱۴مه او دویمه پر ۱۶مه پلان شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا دغو شل اوریزو لوبو ته په اعلان شوې ۱۶ کسيزه لوبډله کې شهزاد محمدي‌ ته هم له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا چانس ورکړل شوی دی.

نور ولولئ: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته ولاړه

دا سیالۍ داسې مهال دي چې د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې په راتلونکو میاشتو کې لومړۍ د اسیا جام او ورپسې د کرېکټ نړیوال جام په سیالو کې برخه اخلي.‌

د یادونې ده چې د هند به کوربتوب د کرېکټ په راتلونکي نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۷مه د همدغه بنګله‌ دېش پر وړاندې پلان شوې ده.

په نننۍ لوبه کې افغان بیټسمنان ښه ونه ځلېدل او په لږو منډو کې یې د بنګله دیش د بالینګ پر وړاندې تر اوو ویکټو تللي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button