لوبېلوبې خبرونه

د افغانستان او پاکستان سياليو لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کرکټ بورډ د مارچ له ۲۴ مې نېټې په متحدو عربو اماراتو کې له افغانستان سره د راروانو شل اوریزې لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده

د بابر اعظم پر ځای شاداب خان په دریو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان لوبډلمشر ټاکل شوی.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې ځینې نوې څېرې تر سترګو کېږي چې یو یې هم پکې چټک توپ اچوونکی احسان الله په لومړي ځل د پاکستان لوبډلې ته غوره شوی دی.

احسان الله چې د پاکستان په مخکښ شل اوریز لیګ (PSL) کې د ملتان له لورې لوبېده خورا تېز بالېنګ کوي.

دغه ۲۲ کلن ، په ونه د دغه چټک توپ اچوونکي دنګه ځواني، ښه سرعت او کنټرول د ډېرو په ګومان د راتلونکي د لوی ستوري کیدو نښې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په دې لوبو کې یې شاهین اپریدي، بابر اعظم او محمد رضوان ته ځکه برخه نه ده ورکړې چې آرام وکړي.

نور ولولئ: چيرته او څنګه کولی شو د پاکستان کریکټ سوپر ليګ سيالۍ وګورو

بابر اعظم په (PSL) کې له پېښور زلمو سره لوبېده او په یوې لوبې کې ناروغ شوی و خو داسې نه ښکاري چې ټپي دې وي.

شاهین اپرېدی تېر کال ټپي شوی و، که څه هم په (PSL) کې ولوبېده خو پاکستان نه غواړي چې د روان کال په خورا بوخت مهال وېش کې دغه تېز بالر بیا ټپي شي.

د محمد رضوان پر ځای پاکستان دوه ویکټ ساتونکي په لوبډله کې شامل شوي دي

د لاهور لوبډلې اعظم خان او د پېښور زلمي محمد حارث به ویکټ ساتونکي وي. دغه دواړه لوبغاړي خورا تېز بېټینګ هم کوي.

په نورو لوبغاړو کې ایوب هم چې په (PSL) لوبو کې ښه وځلېد په ملي لوبډله کې ځای شوی دی. عماد وسیم وروسته له ډېره وخته ملي لوبډلې ته بیا غوره شوی دی.

ظاهرآ د بابر اعظم، محمد رضوان او شاهین شاه اپریدي په نشتوالي کې د پاکستان لوبډله باید کمزورې ښکاره شي خو د تېزو بالرانو او په سر یا فام کې د شته ځوانو منډه جوړونکو دا ټیم د ځینو په ګومان لا پیاوړی دی.

افغانستان تر دې دمه خپله لوبډله نه ده اعلان کړې خو يو بل نوملړ يې د کمپ لپاره چې په متحده عربي اماراتو کې کيږي اعلان کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button