اقتصاد او سوداګري

د افغانستان بانک: له بانکونو د پیسو اخیستلو کچه مو ۳۰۰۰ ډالره ته لوړه کړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک وايي، چې له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه یې ۳۰۰۰ ډالره ته لوړه کړې ده

کله چې طالبان د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول، نو د ډېرو افغانانو پیسې په بانکی اکاونټونو یا حسابونو کې بند پاتې شوې ځکه د طالبانو له لوره اجازه نه ورکول کېده چې خپلې پیسې له حسابونو راوباسي. وروسته بیا خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې په اوونۍ یو ځل شاوخوا دوه سوه ډالر اخیستلی شي او په دې کې د افغانستان سوداګر او پانګه‌وال له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، ځکه دوی نه شول کولی چې د کاروبار لپاره له بانکونو د اړتیا وړ پیسې واخلي او همدا د دوی د کاروبارونو د سقوط لامل هم شو.

خو تازه د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک خبر ورکوي چې اوس یې د پیسو راوېستلو کچه تر دریو زرو ډالرو رسولې ده.

د طالبانو یوه مسئول دا خبرې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې یې له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه لوړه کړې ده.

د یاد بانک مسوولانو نن «چهارشنبه، مرغومې شپږمه» کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، له دې وروسته د بانکي حساب‌لرونکي کولای شي، په میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډالره ۲۵۰زره افغانۍ له بانکونو ترلاسه کړي.

نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

نور ولولئ: نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري دې ناستې ته همداراز وویل چې یاد بانک د بازار اړتیا ته په کتو نوي افغاني بانک‌نوټونه وېشي او زاړه هغه راټولوي.

د افغانیو د ارزښت ساتلو ادعا

هدايت‌الله بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک توانېدلی د معقولو پولي سياستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت وساتي او د ثبات لور ته یې بوځي.

د افغانستان بانک سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

څو میاشتې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي و چې ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

خو لا هم په افغانستان کې افغان سوداګر له بانکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي چې که افغانستان د نړیوالو له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي، دا ستونزې به همداسې پاتې وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button