سیمه‌ییز

د افغانستان دفاع وزارت: د پاکستان سرحدي سیمو کې د داعش پر پټنځایونو د برید ادعا

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پاکستان په ځینو سرحدي سیمو کې یې د داعش ډلې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د دې وزارت په وینا د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې او همغږۍ لپاره کارېدل.

وزارت د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو هغه ځایونه په نښه شوي چې د داعش د غړو د فعالیتونو مهم پټنځایونه ګڼل کېدل.

د خبرپاڼې له مخې، یاد مرکزونه د «دښمنو استخباراتي کړیو» په ملاتړ د افغانستان پر ضد د فعالیتونو لپاره کارېدل او پخوا هم د یو شمېر خونړیو بریدونو له اصلي اډو څخه بلل شوي وو.

پاکستان د افغانستان دفاع وزارت ادعا رد کړه

په مقابل کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د افغانستان دفاع وزارت دا ادعاوې رد کړې دي. اسلام‌اباد ویلي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش پر پټنځایونو د افغان ځواکونو د بریدونو ادعاوې حقیقت نه لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د سرحدي امنیت، د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د متقابلو تورونو له امله اړیکې له کړکېچ سره مخ شوې دي. کابل او اسلام‌اباد یو بل تورنوي چې وسله‌والو ډلو ته د خپلې خاورې د کارولو زمینه برابروي.

د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی

د افغانستان دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د امنیت او ثبات پر وړاندې به هېڅ ډول ګواښ ونه زغمي او د ورته خطرونو پر وړاندې به لازم اقدامات ترسره کړي.

دا هم ولولئ:  د ملګرو ملتونو استازې متقي ته؛ د افغان نجونو او ښځو حقوق ورکړئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې ځینو رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د داعش یو مهم مشر، چې افغانستان ته نږدې د پاکستان په خاوره کې مېشت و، نیول شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر روان اختلافات داسې مهال دوام لري چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button